رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سفرونو بندیز کولای شي له راتلونکې اونۍ افغانان او پاکستانيان امریکا ته له ننوتو منع کړي.
دغه اژانس نن پنجشنبه ( د کب ۱۶مه) د دریو سرچینو په حواله، چې نومونه ېې نه دي یاد شوي، خبر ورکړی دی چې دا اقدام د حکومت له خوا د هېوادونو د امنیتي خطرونو د ارزونې له مخې ترسره کیږي.
د دغو سرچینو په وینا یوشمېر نور هېوادونه هم ممکن امریکا ته د سفر د بندیز په ډله کې شامل شي، خو د نورو هېوادونو نومونه یې نه دي یاد کړي.
د راپور له مخې ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې څو غړیو ته لارښونه کړې چې د مارچ تر ۱۲مې د هغو هېوادونو لست برابر کړي چې د اتباعو سفر یې باید امریکا ته تر یوې کچې یا بشپړ ودریږي.
راپور کې د سرچینو په حواله راغلي چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د سپارښتنو له مخې اتباع یې د سفر په بشپړ بندیز کې شاملیږي.
له دې سره همهاله د افغانانو د تخلیې ادارې ( افغان ایوک) ویلي، امریکا ممکن په راتلونکو اونیو کې پر افغانانو او د یوشمېر نورو هېوادونو پر اتباعو د سفر بندیز ولګوي.
دغه بنسټ تېره ورځ پر خپله ایکس پاڼه له هغو افغانانو چې د امریکا ویزې یا د سفر قانوني اسناد لري وغوښتل چې ژر تر ژره امریکا ته ننوځي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم امریکا ته د ۷ هېوادونو چې اکثره یې مسلمان و، د اتباعو ورتګ منع کړ چې ۲۰۱۸ کال کې د وخت سترې محکمې هم تایید کړ.
مخکیني ولسمشر جوبایډن بیا ۲۰۲۱ کال کې دغه بندیز لغوه کړ او هغه یې د امریکا " پر ملي وجدان یو داغ" وباله.