د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

ډونالډټرمپ: د کابل د هوايي ډګر د چاودنې عامل نیول شوی او په امریکا کې به محاکمه شي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ویلي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايی سرتیرو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د شوې ځان مرګې برید طرحه کوونکې چې له ۱۳ امریکايي سرتیرو په کې ووژل شول نیول شوی دی.

ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته کانګرس ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل، دا د هغو امریکايي سرتېرو کورنیو ته یوه مهمه ورځ ده، چې په دغه حمله کې وژل شوي وو.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، "خوښ یم نن شپه د هغه ترهګر نیول کیدل اعلان کړم چې د "کابل په هوایي ډګر کې" د ظالمانه برید عمده مسؤل و، هغه همدا اوس دلته په لار دی چې د امریکا د تیرې تورې عدالت سره مخ شي."

خوښ یم نن شپه د هغه ترهګر نیول کیدل اعلان کړم چې د "کابل په هوایي ډګر کې" د ظالمانه برید عمده مسؤل و، هغه همدا اوس دلته په لار دی چې د امریکا د تیرې تورې عدالت سره مخ شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ وویل چې چې په دې برید تورن کس د پاکستان په مرسته نیول شوی دی، د پاکستان له همکارۍ یې مننه وکړه، خو د نیول شوي کس د هویت په اړه یې جزیات ورنه کړل.

ډونالډټرمپ وایي د کابل د هوايي ډګر د چاودنې عامل نیول شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:42 0:00

خو د پاکستان صدراعظم شهبار شریف نن چهارشنبه (د مارچ پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلی چې د داعش خراسان څانګې دا نیول شوی لوړ پوړی قومندان شریف الله نومیږي او د افغانستان اوسېدونکی دی.

شریف لیکلي چې یاد "مطلوب ترهګر" دوی پر ډېورنډ کرښه د "بریالیو عملیاتو" پر مهال نیولی دی.

د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي، دا مسله په افغانستان پورې اړه نه لري.

"له شک پرته برید خو هغه مهال د داعش له خوا شوی و، خو دا چې داعشیان په پاکستان کې نیول کیږي، دا په ډاګه کوي چې دې ډلې هلته پناه وړې او هلته یې پټنځایونه جوړ کړي دي".

نوموړې زیاته کړې چې دوی خپله داعش سره په مبارزه کې دي.

له شک پرته برید خو هغه مهال د داعش له خوا شوی و، خو دا چې داعشیان په پاکستان کې نیول کیږي، دا په ډاګه کوي چې دې ډلې هلته پناه وړې او هلته یې پټنځایونه جوړ کړي دي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په ورته وخت کې کې د امریکا د فدرال د تحقیقاتې ادارې FBI مشر کیش پټیل د دې خبر په تایید سره د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي،

یاد کس بیګاه شپه دغې ادارې او د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان CIA ته سپارل شوی دی.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د کابل په هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنه وشوه چې د ۱۳ امریکايي سرتېري تر څنګ له ۱۷۰ ډېر افغانان هم پکې ووژل شول.

که څه هم د امریکا ولسمشر کانګرس ته د تېرې شپې په وینا کې په دې پېښه کې د وژل شویو افغانانو په اړه څه ونه ویل، خو نوموړي یو وار بیا له افغانستانه د امریکايی ځواکونو وتل شرمونکې، ویرونکې او له بې وسۍ ډکه کړنه یاده کړه.

د کابل په هوايي ډګر د دغه حملې مسولیت داعش خراسان څانګې منلی وو.

هغه مهال د امریکا استخباراتي ادارې CIA ویلي وو چې برید کوونکی عبدالرحمن ال لوګری نومېده او د امریکايي چارواکو په خبره، هغه د انجینرۍ پوهنځي مخکینی محصل و.

دغه ادارې ویلي وو چې نوموړی له حملې ۱۱ ورځې مخکې هغه مهال چې طالبانو د اګسټ په ۱۵ مه کابل ونیوو د بګرام زندان له ماتیدو وروسته له ډېرو نورو زندانیانو سره خوشې شوی وو.

XS
SM
MD
LG