محمد صادق خان دا اقدام د افغان سوداګرو او مصرف کوونکو په ګټه وباله.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې افغان سوداګر د ګوادر بندر څخه ډېره ګټه نه اخلي، او که دا پرېکړه په پورټ قاسم او کراچۍ بندرونو کې پلي نشي، نو اغېزمنه به نه وي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، په ګوادر بندر کې د بانکي تضمین پر ځای د بیمې د تضمین کارول به افغان سوداګرو او خلکو ته ګټه ورسوي، او دا به د پاکستان له اړخه د سوداګرۍ د اسانتیا په لور یو مهم ګام وي.
محمد صادق خان د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۸مه) په ایکس پاڼه کې په دې اړه یو بیان خپور کړ.
هغه لیکلي چې دا بدلون به په ځانګړي ډول افغانستان ته د ډای امونیم فاسفیټ (DAP) او نورو لویو بارونو، لکه غنمو، بورې او سرې د صادراتو په برخه کې تطبیق شي.
آیا د پاکستان دا اقدام په ریښتیا هم په افغانستان کې سوداګرو او مصرف کوونکو سره مرسته کولی شي؟
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
"پخوا په کراچۍ بندر کې له افغان سوداګرو څخه د بیمې او بانکي تضمین دواړه اخیستل کېدل، او په همدې خاطر هېڅ اسانتیا نه وه. ډېرې ستونزې وې، او له دې لارې د افغانستان ټرانزیټ له ۶۰ سلنې څخه ډېر کم شوی دی. که دا پرېکړه پلي شي، نو دا ښه خبره ده. خو تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، دا یوازې د ګوادر بندر له لارې کېږي، او افغانان د ګوادر بندر ډېر نه کاروي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دا چارواکی وايي، که چېرته د پاکستان د حکومت دا پرېکړه په پورټ قاسم او کراچۍ بندرونو کې هم پلې شي، نو دا به د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو د توکو د لېږد په زیاتوالي او په افغان بازارونو کې د تعرفو په کمېدو اغېزه ولري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه اوس په څو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۳ کال کې له ۲ میلیاردو ډالرو څخه زیاته وه، خو په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۵۰ سلنه راکمه شوه.
تېر کال د نومبر میاشتې په یوه راپور کې، نړیوال بانک پاکستان ته د افغانستان د صادراتو ستونزه د پاکستان د سوداګریزو تګلارو بدلون او د پاکستان له خوا د زیاتو مالیاتو له لګولو سره تړلې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې خبرداری ورکړی چې که پاکستاني او افغان چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه کولو لپاره کار ونه کړي، نو د سوداګرۍ کچه به په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله، چې نیمایي ته راټیټه شوې وه، نوره هم کمه شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په داسې حال کې د ګوادر بندر له لارې د بانکي تضمینونو د لرې کولو او پر ځای یې د بیمې د تضمین له تطبیق خبر ورکړی چې د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر، وکرم مسري، په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په یو لړ تجارتي مسایلو خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ایران د چابهار بندر څخه به افغانستان ته د بشري مرستو رسولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره کار واخلي.