د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

یوشمېر خبریالان وايي چې د طالبانو له خوا جوړې شوې غونډې د رسنیو د کنټرول هدف لري


په کابل کې د طالبانو د یوه چارواکي خبري غونډه (آرشیف)
په کابل کې د طالبانو د یوه چارواکي خبري غونډه (آرشیف)

یو شمېر افغان خبریالان چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په بېلابېلو جوړو شویو ناستو کې یې ګډون کړی، ادعا کوي چې د دغو ناستو اصلي هدف د رسنیو د محتواوو کنټرول، د ازادیو د محدودول او پر خبریالانو فشار واردول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپله ایکس پاڼه په تېره یوه میاشتې د «د حکومت او رسنیو د همغږۍ » په نوم لږ تر لږه د ۲۰ بېلابېلو ناستو د جوړولو او په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییز رسنیو د څار د پنځو موردو خبره کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي هغه ناستې او جلسې چې د طالبانو د استازو لخوا له خبریالانو او د رسنیو له مسولینو سره جوړېږي، په افغانستان کې د رسنیو د ځان سانسورونې او انحصار لامل شوې دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېره یوه میاشت کې د طالب چارواکو او خبریالانو تر منځ د دوی په ټکو د همغږۍ او اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه کابو ۲۰ ناستې جوړې کړي، یو شمېر خبریالان وایي، دا ناستې یې د کاري چاپېریال د لا محدودېدو لاکل ګرځېدلي.

دا ناستې چې په منظمه توګه «د حکومت او رسنیو د همغږۍ» په نوم جودېږي د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) د خپرو شویو راپورونو له مخې، دا ناستې د قوس میاشتې له ۲۷ او جدي میاشتې ۲۷ تر منځ په بادغیس، فاریاب، کاپیسا، پروان، سرپل، زابل، نیمروز، هرات، پنجشېر، لوګر، تخار، دایکندي، هلمند، کندز، بلخ، غزني، ننګرهار، غور، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې ترسره شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېره یوه میاشت کې له رسنیو سره د شلو غونډو د جوړولو خبره کړې ده.

دغه راز په ځینو دغو ولایتونو کې د سیمه ییزو رسنیو د څارنې د پنځو مواردو یادونه هم شوې ده.

د دغو ناستو په رسنیزو خبرپاڼو کې راغلي چې طالب چارواکو له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره په کتنو کې د اسلامي شریعت او د «هغوی د حکومت» له اصولو سره سم د رسنیو د کار کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

یو شمېر خبریالان چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې په دغو ډول ناستو کې ګډون کړی، ادعا کوي چې طالبان دوی ته سپارښتنې کوي تر څو په وینا یې د هغوی د حکومت د حکومت د قوانینو او اصول په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

په پکتیا ولایت کې یو خبریال د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط د شنبې په ورځ (د جنوۍ په ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل "د ولایت رهبرۍ او د رسنیو مسولینو یوه خپلمنځۍ ناسته درلوده، د ټولو رسنیو مسولین یې بللي وه، د بېلابېلو موضوعاتو اړوند خبرې وشوې او له دې ډلې پر یوې موضوع د د والي مرستیال پر ټینګار کاوه دا وه چې هر راپور مو چې خپرېږي باید په جدي توګه سانسور شي،هغه راپورونه چې د امارت خلاف وي باید په هېڅ صورت خپاره نه شي او ویې ویل چې لومړی دې راپور ولیکل شي تو بیا دې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته واستول شي، د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له تایید وروسته د هغه راپور د خپرولو حق لرئ."

په کابل کې د یوه ټلویزیوني چینل سټوډیو
په کابل کې د یوه ټلویزیوني چینل سټوډیو

په بدخشان کې یو خبریال چې ده هم د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې خپور شي د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل "دا (ناستې) چې د خبریالانو په نوم یا د هغوی د ملاتړ جوړېږي، د ټولو نورو مسایلو په شان چې دوی ترې ناسمه استفاده کوي، دا هم یوازې یو پوشالي نوم دی او ناسمه استفاده ترې کوي، دوی هڅه کوي چې د خپلې خوښې مسایل او غوښتنې پرې ومني، ځانګړې سناریوګانې ورکوي چې څه باید خپار کړي او څه خپاره نه کړي، لکه د طالبانو د محتسبینو د کار په شان چې هر څه غواړي پر خلکو یې ومني او خلک هم په خپل خوښه له هر کاره راوګرځوي."

هڅه مو وکړه په بېلابېلو ولایتونو د خبریالانو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند علی الله متوکل نظر ولرو، خو نوموړي د ازادي رادیو پوښتنې ځواب نه کړې. خو له دې وړاندې دغه وزارت چارواکو ویلي چې د اسلامي شریعت او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

بهر مېشتې رسنۍ د طالبانو دا کار پر رسنیو د کنټرول هڅه بولي

له افغانستانه بهر د رسنیو د ملاتړ بنسټونه د طالبانو د حکومت دا اقدامات د رسنیو د څارنې هڅې، د رسنیو د ازادۍ کنټرول او محدودول او د اطلاعاتو سانسورول بولي.

طالبان ټینګار کوي چې رسنۍ د شریعت په چوکاټ کې دننه بشپړه آزادي لري.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمیټې مسوولې سمیې ولي زاده د شنبې په ورځ د مرغومي ۲۹مه ازادي راډیو سره خبرو کې د دغو ډول ناستو جوړول د اندېښنې وړ وبلل "هغه ناستې او جلسې چې د طالبانو د استازو لخوا له خبریالانو او د رسنیو له مسولینو سره جوړېږي، په بېلابېلو ولایتونو کې یې وکوای شول چې په افغانستان دننه د بیان د ازادۍ وضعیت بدل کړي او د ځان سانسورونې د زیاتېدو او په افغانستان کې د طالبانو لخوا د رسنیو د انحصار لامل شي، چې دا مهال طالبانو د افغانستان کورنۍ رسنۍ انحصار کړي او د رسنیو د خپرونو محتواوې هم ښکاري چې د طالبانو لخوا د صادر شویو فرمانونو له مخې دي."

د رسنیو یو شمېر فعالین هم د طالبانو د حکومت دا ناستې او کړنې نه یوازې د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګواښ یې بولي بلکه د دوی په خبره دا ډول هڅې کولای شي د رسنیو د غږ ډب کولو لامل شي په هېواد د عیني واقعیتونو د خپرېدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG