د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

کندهار کې کروندګر د زیتونو د پروسس لپاره د فابریکې جوړېدو غوښتنه کوي


د کندهارد عینو مینې د زیتونو د باغ دهقانان له ونو زیتون ټولوي.
د کندهارد عینو مینې د زیتونو د باغ دهقانان له ونو زیتون ټولوي.

که څه هم په کندهار کې د زیتونو کښت تر اوسه عام نه دی، خو د عینو مېنې په دويمه سیمه کې یو لوی شخصي باغ شته چې زرګونه ونې لري او هر کال د پام وړ حاصل ورکوي.

دا باغ شاوخوا لس کاله وړاندې د "افکو" کمپنۍ له لوري په ۱۵۴ جریبه ځمکه جوړ شوی او شاوخوا ۶۰ زره د زیتونو ونې لري. هر کال د دې باغ حاصلات ډېرېږي، خو د پروسس لپاره د فابریکې نشتوالی یې یوه جدي ستونزه ده.

د کروندګرو اندېښنې


د باغ یو کروندګر، نورعلي، وايي چې د کندهار اقلیم د زیتونو لپاره ډېر مناسب دی. هغه زیاتوي چې که کروندګر دې کښت ته مخه کړي، د نورو کښتونو پرتله به ډېره ګټه وکړي. د نوموړي په وینا، سږکال به دوی له دې باغ څخه ۲۵ ټنه زیتون ترلاسه کړي، چې د پروسږکال پرتله څو چنده زیات دي.

نورعلي وایي:
"موږ په دې باغ کې شاوخوا شپېته زره نیالګي لرو. زموږ لویه ستونزه د اوبو کمښت دی. که خلک د زیتونو باغونه جوړ کړي، ډېره ګټه به وکړي، ځکه چې حاصل یې ښه دی او بازار کې یې بیه لوړه ده. هر کیلو په ۶۰۰ افغانۍ پلورو."

د کندهار د عینو مینې د زیتونو د باغ دهقانان له ونو زیتون ټولوي.
د کندهار د عینو مینې د زیتونو د باغ دهقانان له ونو زیتون ټولوي.

د پروسس لوړ لګښتونه


د باغ مسوول حسن مبارک وايي چې د زیتونو حاصلات هر کال د پروسس لپاره ننګرهار ته لېږدوي، خو د انتقال او پروسس لوړ لګښتونه یې لویه ستونزه ده.

حسن مبارک زیاتوي:
"په کندهار کې باید د زیتون باغونه ترویج شي. موږ زیتون د پروسس لپاره جلال اباد ته وړو، چې دا زموږ لپاره ډېر سخت تمامیږي. حکومت باید د پروسس لپاره فابریکې جوړې کړي."

د عینو باغ دهقانان راټول کړي زیتون پاکوي
د عینو باغ دهقانان راټول کړي زیتون پاکوي

د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په دې ولایت کې دا مهال یوازې یو لوی زیتون باغ او څو کوچني باغونه شته، چې ټول ټال یې ځمکه ۱۶۰ جریبه ده.

د دوی په وینا، د زیتونو نړیوال بازار په دوامداره توګه وده کوي، او د دې مېوې روغتیايي او اقتصادي ګټې بې‌سارې دي.

که په کندهار کې د زیتونو د پروسس لپاره فابریکه جوړه شي، نو دا به نه یوازې د کندهار اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې نورو کروندګرو ته به هم د زیتونو د کرنې لپاره انګیزه ورکړي.

XS
SM
MD
LG