د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چې ښايي یو شمېر کسان یې د رېکشو ښار په نوم هم یاد کړي، ځکه د دوی په خبره تر انسانانو په کې رېکشاوې ډېرې ترسترګو کیږي.
دا کوچنۍ ترانسپورتي وسیله ښايي د ډېرو کورنیو د روزۍ ګټلو وسیله وي، اسانه او ارازنه هم ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده، د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي سره له دې چې ښار کوچنی او رېکشاوې په کې له حد ډېرې دي خو د دوی په خبره ډیری بې روزګاره ځوانان له همدې لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ، ډوډۍ ګټي.
د دې ښار اوسېدونکي زاهد الله ناصري ازادي راډيو ته وویل:
«دې کې شک نشته چې ښار وړوکی دی او رېکشاوې په کې ډېرې زیاتي دي خو مهمه خبره داده چې زرګونه کورنیو ته یې د نفقې زمینه برابره کړې ده، کوم ځوانان چې په رېکشاوو کې مصروف دي لږ ترلږه له نشې لیرې دي او سهار راوځي تر ماښام کار کوي.»
که څه هم اوس مهال په جلال اباد ښار کې د ریکشو دقیق شمېر نه دی معلوم خو په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي وو چې په دې نسبتا کوچني ښار کې تر ۳۵ زره رېکشاوې ګرځي.
یو شمېر رېکشا چلوونکي وايي پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځل واکمنۍ وروسته بې روزګارۍ په دې ښار کې د رېکشو شمېر لا پسې زیات کړو.
د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ رفیع الله وايي د دندې په لټه یې د ډېرو دفترونو دروازې وټکولې خو بل اخره اړ شو چې رېکشا واخلي او د خپلې کورنۍ لپاره پرې یوه مړۍ نفقه برابره کړي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
«بس دغه یوه رېکشه مې اخیستي، په کشتونو باندې، خپله مې نه ده، مزدورې پرې کوم، خو مزدورې نشته، ځکه ټول جلال اباد ښار رېکشاوو نیولی دی، داسې پنځه شپږ سوه مزدورې کیږي، زموږ ګوزاره پرې نه کیږي خو کوو یې پرې ، څه به وکړو بل کار نشته.»
د جلال اباد د ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ دا ښار ۱۲۷ کیلومتره مربع مساحت لري او د وګړو اوسنی شمېر یې یو میلیون انسانانو ته رسیږي.
خو په دې ښار کې هیڅ ډول منظم ترانسپورتي سیستم نشته او وګړي یې له ریکشاوو ګټه اخلي، چې د ځینو په باور د ښار ښکلا یې ګډه وډه کړې او په دې ښار کې یې پرېمانه غږیزه او چاپیریالي ککړتیا رامنځته کړې ده.
د جلال اباد دوه اوسېدونکو ذبیح الله او عبدالواحد ازادي راډيو ته وویل چې په دې ښار کې تر بل هر وخت د رېکشاوو شمېر ډېر شوی چې له امله یې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې او خلک ورسره په ستونزو کې دي:
«په وروستیو کې په جلال اباد کې د رېکشاوو شمېرې بې اندازې زیاته شوې ده چې ښار کې یې ګڼه ګوڼه یې زیاته کړې ده، غږیزه ککړتیا یې جوړه کړې ده، که یو څوک غواړي مړي ژوندي ته لاړ شي د رېکشو له لاسه په وخت نه شي رسېدلی، که یو څوک ناروغ روغتون ته وړي په وخت یې نه شي رسولای.»
[په جلال اباد ښار کې د رېکشو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته ده، او ښار کوچنی دی، د دې په ځای چې خلکو ته سهولت برابر شي او یو ځای ته په خپل وخت ورسیږي، برعکس خلک له ستونزو سره مخ دي.]
دوی وايي د دغو رېکشاوو له امله د ژمي په موسم کې خلکو ته بېلابېلې تنفسي ناروغۍ هم پیدا کیږي.
دوی غوښتنه کوي چې د جلال اباد نفوس او مساحت ته په کتلو سره باید حکومت د رېکشو د کموالي او یا هم لږ ترلږه د نورو رېکشو په واردولو بندیز ولګوي.
د طالبانو حکومت سرپرستې کابینې هم تیر کال د دوی د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یو پلاوی ته دنده سپارلې وه چې د ریکشاوو د واردولو او په ښارونو کې ګرځېدو راګرځېدو ته یې یوه طرحه جوړه او نتیجه یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي خو په دې اړه بیا کوم څه رسنیز شوي دي.
په جلال اباد ښار کې د رېکشاوو د زیاتوالي او له امله یې د خلکو د ستونزو او غوښتنو په اړه په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د ولایتي ادارې ویاند قاضي ملا عادل د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې دوی ژمنه کړې وه چې د ښاري نظم په هدف د رېکشاوو د ثبت پروسه پیلوي او غواړي چې ښارې ریکشاوې مشخصې کړي.