د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په روان شمسي کال کې یې له نشه يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې تر یوه میلیارډ افغانیو ډېرې پیسې لګولي دي. دغه ډول، د کورنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې له خوا په دې برخه کې د همکارۍ نه کولو ته هم ګوته نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، له دوی سره د ملګرو ملتونو د استازو او بهرنیو ډیپلوماټانو په غونډه کې ژمنه شوې وه چې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې به له بزګرو سره همکاري کوي، خو تر دې مهاله په عملي ډول دا مرسته نه ده شوې.
عبدالمتین قانع زیاتوي:
"بهرنیو مرستندویه ادارو زموږ سره په غونډو کې ژمنې کړې دي. دوی وايي چې موږ به په دې برخه کې همکاري وکړو، خو اسلامي امارت له دې پدیدې سره په مبارزه کې یوازې پاتې دی. موږ تېر کال په دې برخه کې تر یوه میلیارډ افغانیو ډېرې پیسې لګولې دي. تر دې ژمنو ور هاخوا، دوی د بدیل معیشت او نورو برخو کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې."
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا یوه میلیارډ افغانۍ یې د کانونو له عوایدو څخه ترلاسه کړي، خو دا خبره نه کوي چې دا پیسې یې له کومو کانونو څخه تر لاسه کړې، کوم کانونه یې خرڅ کړي او چېرې یې خرڅ کړي دي.
د طالبانو حکومت داسې مهال د نړیوالې ټولنې د همکارۍ نه کولو ته ګوته نیسي، چې د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا متحده ایالتونو او جاپان د مرستو د دوام ترڅنګ، یوازې سږکال اروپایي ټولنې له نشه يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې له افغانستان سره تر څلوېښت میلیونه یورو ډېره مرسته کړې ده.
مرستندویه هېوادونه ادعا کوي چې دا مرستې د مرستندویه بنسټونو له لارې په مستقیم ډول بزګرو ته رسېږي، ځکه چې د طالبانو حکومت له حقدارو او بېوزلو خلکو سره د مرستو په برخه کې شفاف میکانیزم نه دی جوړ کړی.
د روزګان ولایت یو بزګر، جمعه ګل وايي چې که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې یې په خپله ځمکه کې کوکنار نه دي کرلي، خو د دې کار په بدل کې مرسته نه ده ورسره شوې.
جمعه ګل وايي:
"ما داسې غنم اخیستي چې اوړه د خوړلو نه دي. حال دا چې یوه بوجۍ غنم په پنځه نیم زره یا پنځه زره او درې سوه افغانۍ اخلو. زما غوښتنه دا ده چې زموږ سره دې مرسته وشي. طالبانو زموږ سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، زراعتي تخم او هېڅ شی یې نه دي راکړي."
د نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پلان او پالیسۍ پخوانی معین ډاکټر ظفر وايي، په افغانستان کې بېوزلۍ ته په کتو سره، د کوکنارو د کښت منع کولو له لارې بزګرو ته ډېر زیان اوښتی او مرستو ته ډېره اړتیا ده.
ډاکټر ظفر زیاتوي:
"د افغانستان خلک په عمومي ډول ډېر بېوزله شوي دي. بزګران خو پخوا هم بېوزله وو، او اوس مرستې ته ډېره اړتیا لري. که د حکومت له لارې مرسته نه شي کېدای، د ملګرو ملتونو او نادولتي ټولنو له لارې هم مرسته کېدای شي. د زراعت د کارپوهانو په مشوره هغه کښتونه چې هم ګټه کولای شي او هم د کرلو وړ وي، هغه دې وکري. خو د دې کار لپاره دقیق پروګرامونه په کار دي."
ملګرو ملتونو یوه میاشت مخکې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې یوه ډله جوړه او په کابل کې یې خپله لومړۍ غونډه وکړه. په دې ډله کې بهرني ډیپلوماټان او د بهرنیو بنسټونو استازي شامل دي. د دې ډلې جوړولو هدف دا ښودل شوی چې د بزګرو لپاره به د کوکنارو بدیل او اقتصادي مرستې چمتو کوي.
که څه هم د دې ډلې له جوړېدو څخه دوې میاشتې تېرې شوې دي، خو تر دې مهاله یې پایله له رسنیو سره نه ده شریکه شوې.