د هیواد په بیلابیلو سیمو کې افغان میرمنې د زیږون پر مهال له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې په هغو کې له زیږون وروسته شدیده خونریزي، عفونت یا میکروبي کیدل، د تشو متیازو نه کنترولول او ان د میندو او ماشومانو مړینه هم شامله ده.
دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې له روغتیايي مرکزونو څخه واټن، مالي ستونزو او ناوړه دودونو دې ته اړ کړي چې په کور کې ولادت وکړي.
له دغو میرمنو څخه یوه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده او نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډيو سره په خبرو کې، په کور کې د څوځلې زېرون د سختو تجربو کیسه داسې بیانوي او وايي "ما خپل ماشومان په کور کې وزیږول. ډیر راته ستونزمن و، ډیر درد او خونریزي مې درلوده، له ځایه نه شوم پورته کیدای، ډیر سخت شرایط مې تیر کړل، کور مې له روغتیايي مرکز څخه ډیر لري و او اقتصادي وضعیت مو هم خورا خراب و."
په کور کې زیږون ډیری وختونه د روغتیایی مرکزونو څخه د لرې واټن، په لیرې پرتو سیمو کې د قابله ګانو د نشتوالي، مالي محدودیتونو او په کورنیو کې د سخت دودونو له امله پیښیږي.
په کور کې د زېږون لاملونه له روغتیايي مرکزونو لرې والی، دودونه او نورې ستونزې دي.
د پروان ولایت یوې اوسیدونکې چې خپل ۶ ماشومان یې په کور کې زیږولي او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو سره یې په خبرو کې د خپل مېړه په کورنۍ کې له تعصب او سختو دودونو شکایت وکړ او ویې ویل چې په کور کې زیږون سره یې مرګ په خپلو سترګو لیدلی.
" ۶ ماشومان لرم، درې نجونې او درې هلکان. د میړه کورنۍ مې نه پريښودم چې روغتون ته ولاړه شم، او په سختو شرایطو کې به مې ماشومان زيږول."
مېرمنې وايي، په مرکز او یا په لرې پرتو کلیو کې په روغتیايي مرکزونو او د نسايي ولادي کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو شتون د دوی لپاره ډېر ارزښت لري.
په ورته وخت کې هغه میرمنو چې په روغتونونو کې یې ماشومان زیږولي، له ډاکترانو او نرسانو او په دې مرکزونو کې له شته امکاناتو څخه خوښي څرګندوي.
په روغتیایي مرکزونو کې زېږون د احتمالي خطرونو مخه نیولای شي
د کابل ښار اوسیدونکې، حمیرا وايي، که په روغتون کې یې ولادت نه وای کړی امکان یې و چې غبرګوني ماشومان یې مړ شي. "ما له وخته مخکې ولادت وکړ، دې ته اړتیا وه چې غبرګوني ماشومان مې په ماشین کې وساتل شي، څو اکسیجن یې کنترول شي، له ما څخه یوه تیروتنه وشوه او یو ماشوم مې کور ته یووړ هغه له منځه ولاړ، خو بل یې دوه میاشتې د داکترانو تر پاملرنې لاندې په ماشین کې و، اوس شکر ښه دی، روغتونونه میرمنو لپاره غنیمت دي."
ډاکټران هم وايي چې د امیندواره میرمنو لپاره دا غوره ده، چې د زیږون پرمهال روغتیایی مرکزونو او نسایی ولادي کلینیکونو ته ولاړې شي، ترڅو دوی او ماشومان یې له احتمالی خطرونو څخه خوندي وي.
متخصص ډاکټران وايي چې په روغتیایي مرکزونو کې زيږون د مور او ماشوم لپاره مهم دی.
د نسايي او ولادي ناروغيو متخصصې ډاکټرې امنې هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې میندې باید د وینې فشار د معاینې، د ماشوم د اکسیجن کنټرول، د ماشوم د روغتیا څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د طبیعي زیږون او دغه راز د زیږون پر مهال د خونریزي څخه د مخنیوي لپاره نسایي او ولادي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
"دا ممکنه ده چې مور د زیږون څخه مخکې شدیده خونریزي تجربه کړي، چې د مور او ماشوم د مړینې سبب کیدای شي، دا هم ممکنه ده چې ماشوم سم موقعیت کې نه وي یعنې یا په پښه یا په اوږه وي چې په داسې حال کې په کور کې زیږون مور او ماشوم له خطر سره مخ کوي، همداراز ممکنه ده مور د زیږون پر مهال فیستول یا د ادرار د نه کنترول ناروغۍ سره مخ شي، یا د پلاسنټا یوه برخه یې په رحم کې پاتې شي او د مور د خونریزي لامل شي ."
د نجونو د روغتیايي زده کړو د مرکزونو بندېدل او ناوړه عواقب یې
په ورته وخت کې یوشمېر افغان مېرمنو له دې وړاندې ویلي چې پر دوی د طالبانو بندیزونه، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل او همدارنګه د لوړو او نیمه لوړو طبي انسټیټیوټونو تړل به په نږدې راتلونکي کې د دوی ژوند لا اغیزمن کړي.
دا مېرمنې وايي، د دې موسسو په تړل کېدو سره هغه امیندواره مېرمنې چې روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو او ډاکټرانو پاملرنې ته اړتیا لري، له جدي ستونزو سره مخ کیږي، ځکه چې په کور کې زيږون د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل د اسلامي شریعت په چوکاټ کې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین خبره کړې ده، خو په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې پوهنتونونه او طبي انسټیټیوټونه تړلي دي.
نږدې دوه مياشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د ميندو د مړينې پر زياتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د زېږون له امله د رامنځته شويو ستونزو او د درملنې او د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مړه کیږي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي وو، چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان د ورته لاملونو او د روغتیايي مرکزونو او خدمتونو د نشتوالي له امله مري.