د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده، افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د ښځو د حقونو فعاله چې له طالبانو غواړي نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي
د ښځو د حقونو فعاله چې له طالبانو غواړي نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

نړیوال نن د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي. په دې مناسبت د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو، نړیوالو ادارو او فعالانو د پیغامونو په سر کې له افغان ښځو سره د طالبانو د حکومت د چلند یادونه شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د افغان ښځو د حقونو له پلوه ډېره اندېښنه لري.

د بار په ټکو، "سږکال چې موږ د ښځو نړیواله ورځ لمانځو، د بشري حقونو د څار سازمان په ځانګړي ډول په ټوله نړۍ کې د استبداد له لوري د ښځو حقونو ته پر ورپېښ ګواښ تمرکز کوي".

خو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې مېرمن بار په عین حال کې د افغان ښځو په ملاتړ د وروستیو هڅو ستاینه وکړه.

هغې د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د لوی مشر او نورو چارواکو د نیولو غوښتنه او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې په برخه کې د نړیوالو په ملاتړ کې پرمختګونه د دې هڅو د بریا د مثالونو په توګه یاد کړل.

سږکال چې موږ د ښځو نړیواله ورځ لمانځو، د بشري حقونو د څار سازمان په ځانګړي ډول په ټوله نړۍ کې د استبداد له لوري د ښځو حقونو ته پر ورپېښ ګواښ تمرکز کوي
هیدربار، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مشره

د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د ښځو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ او په تېره په افغانستان کې د ښځو د تاریخي مبارزې او د هغو حقونو د یادونې او لمانځنې لپاره چې تر پښو لاندې کېږي یو فرصت دی.

د دې غورځنګ غړې سهیلا ګلستاني د دې سازمان پر ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې له نړیوالو وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

"په افغانستان کې ښځې د تاریخ له تر ټولو ستونزمنو دورو څخه تېرېږي، موږ د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف په دې ورځ یوځل بیا پر خپلو حقه غوښتنو ټینګار کوو او له نړیوالو غواړو چې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي".

د بخښنې د نړیوال سازمان د برخې څېړونکې میترا مهران په یو لیکنه کې چې پرون د دې سازمان پر ویبپاڼه خپره شوه، د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوالو پر وجدان غږ کړی دی.

نوموړې لیکلي دي چې له ښځو سره د طالبانو سیستماتیک او بنسټیر تبعیض هغه حد ته رسېدلی دی چې ښځې او نجونې لا په انسانانو کې نه شمېري. د اغلې مهران په وینا په افغانستان کې نه یوازې د ښځو او نجونو حقوق د قانون په اساس تروړل کېږي.

په افغانستان کې ښځې د تاریخ له تر ټولو ستونزمنو دورو څخه تېرېږي، موږ د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف په دې ورځ یوځل بیا پر خپلو حقه غوښتنو ټینګار کوو او له نړیوالو غواړو چې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي
سهیلا ګلستاني د ښځو د حقونو فعاله

بلکې طالبان داسې پالیسۍ عملي کوي چې له مخې یې د ښځې دنده یوازې د ماشوم راوړل او لویول، هغه هم د کور د دیوالو منځ کې ده.

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ نوره تنګه کړې، راپورونه وايي چې په هرات ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو ښځې د تراویح لمانځه ته له تلو منع کړې دي.

په هرات، پلازمېنه کابل او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې په تېرو کلونو کې ښځې د روژې په مبارکه میاشت کې جامع جوماتونو ته تللې او هلته یې د ښځو لپاره په ځانګړو ځایونو کې د تراویح په لمانځه او د قرانکریم په ختمونو کې برخه اخیسته.

په هرات ولایت کې یوې سرچینې چې د امنیتي وېرې له کبله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادۍ راډیو ته وویل چې له خپلې کورنۍ سره یوځای د خپلې سیمې جامع جومات ته ولاړ خو هلته او د څنګلورو سیمو په جوماتونو کې دوی ته د تراویح اجازه ورنه کړل شوه.

طالبانو په تېرو څه کم دریو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي په تدریجي ډول ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو څنډې ته کړې دي.

د افغان ښځو د تشکل په نوم د فعالانو یوې ډلې د ښځو د ورځې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د مارچ اتمه د افغانستان د ښځو لپاره توره ورځ او هغه ورځ ده چې د ښځو خاموش پرهرونه، بېغږه چیغې او له حسرتونو ډک کاته د کابل، هرات او کندهار په کوڅو او زرګونه نورو برخو کې لیدل کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG