د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د نورستان په ختیځ برګیمټال ولسوالۍ کې په یوه ترافیکې پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


نورستان کې د یوه چپه شوي موټر انځور.
نورستان کې د یوه چپه شوي موټر انځور.

د برګیمټال ولسوالۍ یوه کارکوونکي ګل زمان (جنا) ازادي راډیو ته وویل:د یکشنبې په ورځ یو ډاټسن موټر د برګیمټال ولسوالۍ له مرکز څخه پڅیګرام ته روان و  چې په لاره کې د یو لرګین پل ماتیدو له امله خوړ ته پریوتی او په نتېجه کې يې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

ګل زمان زیاته کړه:

«یو سيټه ډاټسن و د افزوک کلي کې د لرګیو یو پل دی، د هغه پل یو لرګی مات شوی او موټر ترې پریوتی دی، په دغه پېښه کې د محب الله په نوم یو تن مړ شوی او شپږ تنه ټپیان دي.»

هغه وايي، ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل و چې په وخت نږدې روغتیايي مرکز ته رسول شوي او ډاکترانو يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

نورستان د هیواد په ختیځ کې هغه ليرې پروت او غرنی ولایت دی چې ډیری سړکونه يې تنګ او کنډوکپر دي. او پر ګڼو خوړونو چې تل له اوبو ډک وې پلونه نلري.

د دوي په وینا، په یو شمیر ځایونو کې ولسونو د خپلو ستونزو هوارې لپاره لرګین پلونه جوړ کړي چې ډیری وختونه په موټرو کې د زیات بار په وجه ماتیږي او دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږې.

دوي له مرکزي حکومت او مرستندویه ادارو غواړې چې ورته د سړکونه رغولو ترڅنګ د پلونو غم هم وخوري.

د منډول ولسوالۍ اوسیدونکي محمد شاه ازادي راډیو ته وویل:

«سړکونه ډیر تنګ او خراب دي،په هره اونۍ کې یوه یا دوه ترافیکې پېښې رامنځ ته کېږې او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. څو ورځې وړاندې د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ ساحه کې موټر له سړک ښویدلی و، له هغه دوه وراځې وړاندې په منډول کې موټر چپه شوی و په دغو پېښو کې له دیرشو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. موږ له حکومت او مرستندویه ټولنې غواړو چې باید دغه سړکونه راته ورغوي، څو له دغه ډول مرګونو پېښو خلاص شو.»

په نورستان کې چارواکي کې هم د سړکونو خرابوالی او د لارو په اوږودو کې د پلونو نشتوالی مني او وايي،د حکومت او مرستندویه ادارو په مالې همکارۍ يي په بیلابیلو ځایونو کې د نویو سړکونو رغولو او د پخوانیو د ترمیم چارې پیل کړي،چې پکې د پلونو او پلچکونو جوړول هم شامل دي.

د نورستان په برګیمټال ولسوالۍ کې په ترافیکې پېښه کې اوو تنو ته پداسې حال کې مرګ ژوبله اوړي، چې پدې وروستیو کې د سړکونو تنګوالي او د موټر چلوونکو د بې غورۍ په وجه د ترافیکې پېښو او پکې خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو کچه لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG