د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د م.م راپورتر: نړۍ باید د افغان ښځو زړورتیا ولمانځي


افغانستان
افغانستان

د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر او یوشمېر نورو ډيپلوماتانو د افغان ښځو په ملاتړ غږونه اوچت کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي یو وار بیا د افغان ښځو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښې راتلونکې لپاره د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی.

ریچارډ بنیټ پرون شنبه " د مارچ اتمه" د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه/ پخواني ټویټر د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت له لوري د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د " بیا راپورته کیږو" په نوم نوې جوړه شوې سندره شریکه کړې او ویلی یې دي، په دې ورځ، په نړۍ په ځانګړي ډول افغانستان کې د ښځو ځواکمنتیا، زړورتیا، برابري او لاس ته راوړنې نمانځي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د مارچ د اتمې نېټې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه ( پخواني ټویټر) کې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه غندلي او د افغان ښځو د مبارزې په ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل هم د افغان ښځو د حقونو او د دوی د مبارزې په ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه سازمان پرون شنبه د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د طالبانو له لوري د دوی د حقونو له "ظالمانه ځپلو" سره سره افغان میرمنو خپلو مبارزو ته دوام ورکړی خو دا مبارزه باید د دوی له خوا یوازې تر سره نشي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې یوازې اعلامیې او بیانونه بسنه نه کوي د افغان ښځو د ملاتړ لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي چې غږ یې لا پیاوړی شي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر میرمنو هم ازادي راډيو ته وویل چې د خپلو حقونو د غوښتلو مبارزې ته دوام ورکوی خو نړیوال ملاتړ ته هم جدي اړتیا لري.

له ډلې یې یوې افغانې میرمنې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: " له نړیوالې ټولنې او بیلابیلو حکومتونو نه غوښتنه کوو چې د افغان میرمنو بنسټیزو حقونو ته پام وکړي او د ښځو د حقونو او ازادیو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي."

یوه بله افغانه پیغله چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړو راګرځول شوې او نه غواړي د امنیتي اندېښنو له امله یې په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل" افغان میرمنې په یوازې ځان دا مبارزه نه شي کولای، دوی نړیوال ملاتړ، رسنیو او د مدني ټولنو ملاتړ ته اړتیا لري تر څو د دوی د حقونو لپاره پراخه مبارزه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو وار بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ او دودونو له مخې تامین شوي هغه ادعا چې نړیوالو او افغان ښځو ته د منلو نه ده.

مجاهد پرون شنبه د مارچ اتمه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: "په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې د افغان ښځو حقونه د لویدیځې ټولنې او د هغوی له کلتور سره څرګند توپیر لري، چې باید د محاسبې پرمهال په پام کې ونیول شي."

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته په افغانستان کې د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو پراخ محدودیتونه ولګول، چې په وړاندې یې ښځو په اعتراضونو لاس پورې کړ خو د طالبانو له لوري دغه اعتراضونه وځپل شول.

خو افغان معترضو میرمنو له محدودیتونو سره سره لا هم په بیلابیلو بڼو په ځانګړي ډول په نامعلومو او سرپټو ځایونو کې د اعتراضونو، په دیوالونو د شعارونو لیکلو، په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاینونو په کولو، ویډیو ګانو، رسامیو او نورو لارو په ګټې اخیستنې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG