د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

یوې تازه څیړنې افغانستان کې د وچکالۍ د لا زیاتیدو وړاندوینه کړې


د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ بزګر احمد شاه، چې د پنبې کروندو ته یې اوبه برابرول سخت شوي، وايي:
"پخوا به موږ شل جریبه پنبه کرله، خو اوس د اوبو کمښت له امله یوازې لس جریبه کرلی شو. که وچکالي همداسې دوام وکړي، ښایي حاصلات مو نور هم کم شي. پخوا به د کجکي بند کې اوبه ډېرې وې، خو اوس که باران و نه شي، بند وچ پاتې وي."

د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ مالداره، ښاپېرۍ، د اوبو کمښت ته اشاره کوي:
"ټولې څاګانې مو وچې شوې دي، ماشومان ژاړي، مالونه مو له تندې مړه کېږي. د اوبو لپاره له یوه ځایه بل ته منډې وهم، خو هیڅ نشته. که مو نږدې څاګانې وای، حالت به مو ښه وای."

د کالیفورنیا پوهنتون تازه راپور


د یوې څېړنې له مخې، چې د مارچ په ۷مه خپره شوې، په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د اورښت کچه له عادي حالت څخه کمه وي، چې له امله به یې کرنه، مالداري او خوراکي خوندیتوب سخت اغېزمن شي.

راپور، چې د ناسا او نړیوال هواپېژندنې سازمان د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، وړاندوینه کوي چې د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر د ۲۰۲۵ تر جون پورې به د باران کمښت دوام ولري.

د اوبو کارپوه نجيب الله سديد ازادي راډيو ته وویل:
"د اوبو مهار باید د اوږدمهاله پلان برخه وګرځي. د سطحي اوبو د ذخیرې لپاره باید بندونه او کانالونه جوړ شي، او اوبه باید مؤثره توګه وکارول شي. زموږ کرنیز سیستم لا هم زوړ دی، چې ۷۰ سلنه اوبه له لاسه ورکوي. باید د کرنې داسې بېلګې غوره شي، چې د لږو اوبو سره هم ثمر ته رسېږي."

یونېسف هم خبرداری ورکړی


د یونېسف د مارچ ۲مې راپور وايي، چې اقلیمي بدلونونه او طبیعي افتونه د افغانستان بشري اړتیاوې ډېرې کړې دي. ملګرو ملتونو هم څو ځله د اقلیم بدلون او د هغې پر سختو پایلو اندېښنه ښودلې.

څېړونکي ټینګار کوي چې د اوبو مدیریت ته باید جدي پاملرنه وشي او بزګرانو او مالدارانو ته لازم ملاتړ برابر شي، څو د وچکالۍ له سختو اغېزو خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG