د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

ایران کې پر افغان کډوالو محدودیتونه، خو افغانستان کې یې بیا هم پر قونسلګریو خلک ور مات وي


کابل کې د ایران سفارت مخې ته اعتراض، ارشیف
کابل کې د ایران سفارت مخې ته اعتراض، ارشیف

که له یوې خوا په ایران کې ورځ تر بلې پر افغان کډوالو کړۍ تنګیږي، بل لورته په افغانستان کې بیا د ایران د ویزو متقاضیان زیات شوي دي. دوی وایي، له ناچارۍ دغه سفر ته اړ دي او د خپلو کورنیو د نفقې لپاره دغه سختۍ ګالي

په داسې حال کې چې له ایرانه نژدې هره ورځ افغان کډوالو باندې د محدودیتونو د زیاتوالو، ناسم چلند او اجباري اېستلو راپورونه خپرېږي، بیا هم په افغانستان کې د دغه هیواد د قونسلګریو مخې ته ډیری ځوانان د ویزې اخیستلو لپاره راټولېږي.

"تېره شپه څلور بجې راغلى وم خو له بده مرغه زموږ نوبت و نه رسېده"

دا د بلخ ولایت د مزار شريف ښار د اوسېدونکي احمد الله خبرې دي چې وایي، ايران ته د تلو په موخه د دې هېواد د قونسلګرۍ مخې ته ويزې اخيستلو ته انتظار باسي.

ده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته دا خبرې وکړې.

د مزار شريف بل اوسېدونکي هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي په همدې ورځ ازادي راډيو ته وويل"کله چې قونسل ته مراجعه کوو متقاضيان ١٠٠٠ او ١٥٠٠ کسان وي خو د ورځې ٣٠ څلوېښت پاسپورته ويزې خوري، چې ځوانان یې ډیر له ستونزو سره مخ کړي"

دا ځوانان وايي، د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله غواړي ايران ته ولاړ شي.

په ننګرهار کې هم خلک د ایران د ویزو په تمه دي. د دوی له ډلې یو هم میرزمان دی "دلته افغانستان کې اقتصادي حالت ډېر خراب دى، نه کار شته نه روزګار، ورځني مشکلان بېخې ډېر دي، روزګار نشته پوروړي يو، موږ غواړو ايران ته ولاړ شو."

د کابل اوسېدونکی اظهار الله بیا یو بل افغان ځوان دی چې وايي په ځلونو له ایران ایستل شوی، خو بیا هم غواړي هغه هیواد ته ولاړ شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل"مخکې هم دوه ځلې تللې وم، دلته روزګار نشته، قاچاقي ځم، ويزه باندې مصرف ډېر زيات راځي، په ويزه باندې ١٥٠٠٠ تر ١٦٠٠٠ لګښت راځي، وس مو نشته، مجبور قاچاقي لاړ شو"

دا په داسې حال کې ده چې په قاچاقي لارو تګ له ګڼو ستونزو او مرګ له ګواښ سره مخ دی.

د یادونې چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په دغه هیواد بې کاري او د خلکو اقتصادي ستونزې پراخې شوې دي.

دغه افغان ځوانان د طالبانو له حکومت غواړي چې په هیواد کې دننه خلکو ته د کار زمینه برابره کړي چې له هیواده ونه وځي.

د طالبانو حکومت ویاندویانو که څه هم په وار وار په هیواد کې دننه خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو خبره کړې او ویلي چې دوی په دې برخه کې یو شمیر اقدامات کړي، خو خلک یې کافي نه بولي.

هلته ایران کې دننه هم نژدې هره ورځ افغان کډوالو باندې د محدودیتونو د زیاتوالو، ورسره د ناسم چلند او د دوی اجباري اېستلو راپورونه خپرېږي.

د ایران په ډیری ولایتونو کې افغان کډوالو ته د کورونو په کرایه ورکول منع شوي، کار نه ورکول کېږي او په ځینو ولایتونو او ښارونو کې نانوایانو کې پر دوی د ډوډي پلورولو په ګډون ګڼ نور خدماتي محدودیتونه هم لګول شوي دي.

ازادي راډیو د دغو ستونزو او محدودیتونو په اړه په ځلونو راپورونه ورکړي دي.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغان راجستر شویو کډوالو اقامه د همدې کال تر پایه کار ورکوي او تر هغه وروسته به افغانان له خپلې خاورې وباسي.

ایران بیا په تېر یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له خپلې خاورې ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG