د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

افغان کډوال: اسلام اباد پولیس رانه غواړي، د کلونو کاروبار درې ورځو کې راټول او له پاکستانه ووځو


عبدالله، چې په پاکستان کې د «اې سي سي» کارت لرونکی افغان کډوال دی، وایي له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي او د موبایلونو د ترمیم له لارې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي.

عبدالله د شنبې په ورځ، د مارچ ۸مه ازادي راډیو ته وویل چې د «اې سي سي» کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت اعلان سخت اندېښمن کړی او پولیسو ورته لا له وړاندې د پاکستان د پرېښودو خبر ورکړی.

عبدالله وایي:
"پرون جمعه پولیس راغلي وو او موږ ته یې وویل چې درې ورځې وخت لرئ چې باید له دې ځایه ولاړ شئ، دا وخت ډېر لنډ دی، موږ له ستونزو سره مخ کېږو، نو له دې امله ډېر اندېښمن یوو. موږ ته دې وخت راکړي، که موږ باسي، زموږ ټول کاروبار پاکستانیانو ته پاتې کېږي، او موږ چې هلته ولاړ شو، نو په تش لاس به هېڅ ونه شو کولای."

بل اې سي سي کارت لرونکی افغان کډوال، موسی خان، هم د اسلام‌اباد د سبزۍ منډوي کې د دې کارت لرونکو د نیولو خبره کوي او ورته اندېښنه څرګندوي:

"زموږ ځینې خپلوان یې د سبزۍ منډوي کې ونیول او اوس په حاجي کمپ کې دي. موږ ډېر ورخطا یوو، ځکه زموږ کار و بار ډېر ګډوډ شوی دی، او پاکستان ظلم کوي. زموږ غوښتنه له پاکستاني حکومته دا ده چې موږ سره سم چلند وکړي، ځکه چې موږ دلته هېڅ چا ته زیان نه دی رسولی."

د افغان کډوالو نیونې له ټاکلې نېټې مخکې شوي

«اې سي سي» د افغان کډوالو د پېژندلو کارتونه دي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د هوکړې له مخې، سلګونو افغانانو ته ورکړل شوي وو.

په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې، منېزه کاکړ، هم د افغان کډوالو نیول تایید کړي او ازادي راډیو ته یې ویلي، چې دا نیونې له ټاکلې نېټې مخکې شوي او د بشري حقونو د قوانینو خلاف دي.

"هغه معلومات چې زموږ همکارانو له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه موږ سره شریک کړي، ښيي چې له شپږ سوو ډېر کسان نیول شوي او په حاجي کمپ کې ساتل شوي دي. د دې کسانو په ډله کې ډېری یې «پي او ار» او «اې سي سي» کارتونه لري، چې هم د پاکستان حکومت او هم «یو ان اچ سي ار» ورکړي دي."

پاکستان: د افغان کډوالو "باعزته ستنولو" لپاره کافي وخت ورکړل شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مطبوعاتي مسوول، قیصر اپریدي، ویلي، چې په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغانان د «پي او ار» کارتونه او ۸۰۰ زره نور د «اې سي سي» کارتونه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د کب ۱۷مه) اعلان وکړ، چې هغه افغانان، چې «اې سي سي» کارتونه لري، باید د روان میلادي کال د مارچ تر ۳۱مې له پاکستانه ووځي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی د "باعزته ستنولو" لپاره کافي وخت ورکړل شوی او که ټاکل شوې نېټه پای ته ورسېږي، د اپریل له لومړۍ نېټې به د دوی ایستل پیل شي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم د فبرورۍ په پیل کې راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد چارواکو یوه طرحه چمتو کړې او پرېکړه یې کړې، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو راجستر شوي افغان کډوال وباسي. د راپور له مخې، دا پلان به په تدریجي ډول پلی شي.

XS
SM
MD
LG