د یو شمیر دغو بنسټونو مسوولین وايي، دا چې په هیواد کې کې بې وزلي زیاته ده، ستونزمنه ده چې ټولو ته ورسېږي، خو په خبره یې خپلې سیمې او خپلوانو کې د بې وزلو لاس نیولی شي.
د پکتیکا ولایت یو اوسیدنکي دلاور چې د پکتیا حوزوي روغتون ته یې خپل ناروغ راوستی وايي، " ډاکټر به چې راته نسخه ولیکله د دواخانې وس مو نه درلود چې درمل ورنه را واخلو، خو اوس خوشحاله یو ځکه دلته په روژه ماتې کې مونږ ته ډیر ښه سهولت دی."
د دلاور په ټکو، دلته اوس د یو خیریه بنسټ له خوا د ناروغانو پایوازانو ته د روژماتي پروګرام جوړ شوی له دې امله ډیر خوښ یم.
خوشحاله یو ځکه دلته په روژه ماتې کې مونږ ته ډیر ښه سهولت دیپه پکتیا حوزوي روغتون کې ناروغ لرونکی دلاور
د دې روژه ماتې برابرونکی د پکتیا ولایت اوسېدونکی او د یوه خیریه بنسټ مسوول طلا لیوال دی.
ښاغلي لیوال ازادي راډیو ته وویل،
" دلته پکتیا حوزوي روغتون کې دا څلور، پنځم کال دی چې مسلسل هره روژه کې دلته راځو، ځکه چې دلته پایوازان دي، ناروغان دي، تقریبا درې نیم څلور سوه کسان دي، هره ورځ دوی راځي."
نوموړی زیاتوي، دوی دوه ډوله نورې مرستې هم لري چې په اړمنو کورنیو د وچې ډودۍ او د لومړنیو خوراکي موادو ویش دی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د بېوزلۍ په پراخېدو سره خلکو سره د لاسنیوي او مرستې ګڼ خیریه بنسټونه جوړ شوي، خو په یو شمیرو دا تور دی چې ټولې راټولې شوې مرستې تر اړمنو نه رسوي.
د خیریه بنسټونه تر څنګ ځني قومي بنسټونه او ټولنې هم جوړې شوي چې یو محدود شمیر کسانو سره مرسته کوي.
دا بنسټونو ډیری د دوی د بهر میشتو غړو له ملاتړ برخمن دي.
په روژه کې مو یو شمیر مستحقو باندې لومړني خوراکي توکي وویشل، فکر نه کوم چې ټوله روژه یې بس شي، خو مونږ د خپل ټولنې د وس مطابق ورسره مرسته وکړهمحمد نسیم چې د یوې قومي ټولنې مسوول
محمد نسیم چې د یوې قومي ټولنې له مسوولینو څخه دی ازادي راډیو ته یې وویل،
" په روژه کې مو یو شمیر مستحقو باندې لومړني خوراکي توکي وویشل، فکر نه کوم چې ټوله روژه یې بس شي، خو مونږ د خپل ټولنې د وس مطابق ورسره مرسته وکړه."
طلا لیوال او محمد نسیم وايي، که چیرې ورته فعالیتونو پراخ شي، له ډیرو اړمنو سره به مرسته شوی وي.
یو شمیر بېوزلې افغانان هم له خیریه بنسټونو او بډایه افغاتانو د دوی د لاسنیوي هیله لري.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي شاهد الله چې له کوڅو کباړ راټولولي د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه یې ازادي راديو ته وویل،" وضعیت خراب دی، سهار وځو کله شل روپۍ شي، کله دیرش روپۍ شي، کورني لویه ده نه مو بس کېږي، د کور کرایه راځي، بیل راځي."
په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته بې کاري او بې وزلي پراخه شوې ده.
تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر( یونما) مشرې روزا اتونبایوا پرون ( دوشنبه د مارچ لسمه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، افغانان له جدي بشري ناورین سره مخ دي چې لاملونه یې څو لسیزې جګړې، د اقلیمي بدلون له امله طبیعي پېښې او بې وزلي ده.
اتونبایوا زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شا او خوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.