د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د ملګروملتونو امنیت شورا: د نړیوالې جنايي محکمې د هغې غوښتنې ملاتړ کوو چې د طالبانو د مشر د نیولو لپاره یې کړې وه


د ملګروملتونو د امنیت شورا وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو په اړه ناستې جوړوي او بحثونه کوي
د ملګروملتونو د امنیت شورا وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو په اړه ناستې جوړوي او بحثونه کوي

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې له ناستې وروسته نهه غړو هیوادونو په یو ګډه اعلامیه کې د نړیوالې جنايي محکمې د څارنوال د هغې غوښتنې چې له مخې یې باید د طالبانو مشر او د سترې محکمې ریس ونیول شي ملاتړ کړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې چې بیګاه خپره شوې راغلي چې په افغانستان کې اوس مهال ښځې او نجونې له عامه ژونده حذف شوي او غږ یې ډب شوی دی.

فرانسې، ډنمارک، یونان، ګیانا،پاناما، سویلي کوریا، سیالیون، سلوانیا، او انګلستان هغه نهه هیوادونه دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله او د طالبانو د سترې محکمې ریس عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو یې د نړیوالې جنايي محکمې د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

دغو نهو هیوادونو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې له ناستې وروسته د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې دا ملاتړ اعلان کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازې کریسټینا مارکُس لاسن چې د " افغانستان کې ښځه، سوله او امنیت " په نوم دا ګډه اعلامیه یې لوستله وویل،

موږ دا سیاستونه په سختو ټکو غندو او له طالبانو غواړو چې سمدلاسه د بشري حقونو روانې سیستماتیکې سرغړونې ودروي او برعکس یې عمل وکړی
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک  دایمي استازې

"موږ دا سیاستونه په سختو ټکو غندو او له طالبانو غواړو چې سمدلاسه د بشري حقونو روانې سیستماتیکې سرغړونې ودروي او برعکس یې عمل وکړی، په ځانګړي ډول هغه تبعیضي سیاستونه او اقدامات چې بشري حقونه او د ټولو ښځو او نجونو بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کوي. موږ دغه شان د افغانستان د مدني ټولنې د استازو او د ښځو د بشري حقونو د ملاتړو د غلي کولو یا ګواښلو هڅې ردوو. "

د اعلامیې په ټکو په افغانستان کې اوس مهال ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند حذف شوې، غږ یې ډب شوی او د طالبانو حکومت په تېرو څو کلونو کې له ۸۰ زیات فرمانونه او لارښونې جاري کړي چې د ښځو او نجونو پر خپلواکي او ورځنی ژوند په نښه کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې د خصوصي او دولتي روغتیايي زده کړو په مرکزونو کې د نجونو زده کړې او د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو کار منع کوي د هغو محدودیتونو زیاتوالي څرګندوني چې طالبانو د ښځو په حقونو لګولي دي.

موږ په ټوله کې دا هیله لرو چې کوم هیوادونه د امنیت شورا په ناستو کې برخه اخلي دوی باید اول له زړه د افغانستان له خلکو په ځانګړې ډول ښځو سره ودریږي
د ښځو د حقونو فعاله راحله تلاش

دې ګډې اعلامیه کې د یونما د ماموریت د دوام ملاتړ هم شوی دی.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د دغه ګډې اعلامیې هرکلی کوي.

د ښځو د حقونو فعاله راحله تلاش ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،" موږ په ټوله کې دا هیله لرو چې کوم هیوادونه د امنیت شورا په ناستو کې برخه اخلي دوی باید اول له زړه د افغانستان له خلکو په ځانګړې ډول ښځو سره ودریږي، کومه اعلامیه چې ۹ هیوادونو خپره کړې دا د هرکلي وړ ده خو غوښتنه مو داده چې دغه هیوادونه تر اخره په خپله دې خبره ودریږي او دفاع ترې وکړي".

نړیوالې جنايي محکمې په تېره جنورۍ میاشت کې د طالبانو د مشر او د طالبانو د حکومت د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اعلان کړه او د اعلان پر مهال یې دغه دوه طالب مشران د بشريت پر ضد جنایتونو او د جنسیت پر اساس د ځورونو په قضیو کې په لاس لرلو تورون کړل.

خو له دغه اعلان ورسته د طالبانو حکومت مشر ملا هبت الله اخندازه ته په په یو منسوبې وینا کې چې د افغانستان کورنیو رسنیو خپره کړې وه، نوموړي ظاهراً د دغه اقدام په غبرګون ویلي وو، دوی د لویدیز او ختیځ له اخطارونو نه متاثره کېږي.

که څه هم د ښځو پر ضد د طالبانو ځپونکي اقدامات په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو د طالبانو حکومت لا هم د خپلو پالیسو پر دوام او د دې اقداماتو پر عملي کېدو ټینګار کوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تأمین کړي دي، خو په کور دننه یې د زده کړو او کار په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG