د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

امریکا ته د افغانانو پر ورتګ احتمالي بندیز، ۱۵ زره افغانان متاثره کیږي


له افغانستانه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د همکارانو د تخلیې پروسه، ارشیف
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د همکارانو د تخلیې پروسه، ارشیف

امریکا ته د افغانانو د سفر د بندیز په درشل کې ګڼ شمېر هغه افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی، بې برخه لیکه حالت کې پاته دي. د امریکا ولسمشر تازه خپل حکومت ته امر کړی چې د امنیتې ملحوظاتو له کبله هغه هېوادونه مشخص کړي چې امریکا ته د اتباعو سفر یې ممکن خطر له ځان سره ولري.

لویدیځو اژانسونو د امریکایي سرچینو په حواله ویلي، ډونالډ ټرمپ ممکن همدغه اونۍ د افغانانو او یوشمېر نورو هېوادونو پراتباعو د سفر بندیز اعلان کړي.

امریکا ته د افغانستان د اتباعو د سفر احتمالي بندیز هغه افغانان اندیښمن کړي چې په دریمو هېوادونو کې دېره دي او متحده ایالتونو ته د سفر په تمه دي.

محمد الیاس هغه افغان ځوان دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ژباړن پاته شوی دی.

هغه چې دا مهال په قطر کې دېره دی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د کار له کبله له خطر سره مخامخ دی او اوس متحده ایالتونو ته دتګ هیله یې هم مړاوې شوې.

هغه ویلي، امریکا ته د تګ چارې یې په تېرو دریو کلونو کې ټکنۍ او له ډېرو پلټنو او پوښتنو سره ملې وې، نو ځکه تراوسه قطر کې پاته دی.

محمد الیاس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ده پخوا څو کاله د امریکا په کولوراډو ایالت کې ژوند هم کړی دی.

نوموړی په قطر کې د امریکایي ځواکونو په هغه کمپ کې میشت دی چيرته چې شاوخوا دوه زره نور افغانان هم امریکا ته د تګ په نیت بیول شوي.

په دغه کمپ کې د محمد الیاس ۲۲ کلنه خور هم میشته ده چې د دریو ماشومانو مور ده.

محمد الیاس ویلي، له دریو کلونو انتظار وروسته یې د خور د امریکا ویزه راغله او امریکا ته د سفر لپاره ورته ټکټونه هم وشول، خو وایي، د ډونالډ ټرمپ له یوه اجرایي فرمان وروسته د هغې سفر لغو شو.

ټرمپ واک ته د بیا راتګ په لومړیو ورځو کې په امریکا کې د پناغوښتنې بهیر او دغه راز نژدې ټولې بهرنۍ مرستې یې وځنډولې.

ټرمپ تېره اونۍ خپل حکومت ته لارښوونه وکړه چې هغه هېوادونه په نښه کړي چې د اتباعو سفر یې د امنیتي اندیښنو له کبله ممکن بند شي.

ویل کیږي چې د ټرمپ دغه بندیز به د هغه د لومړۍ دورې هغه بندیز ته ورته وي چې د ۷ اسلامي هېوادونو پر اتباعو یې لګولی و.

هغه مهال بندیز کې افغانستان شامل نه و، خو نور هېوادونه چې دې نوملړ کې راغلي وو، عراق، یمن، سوریه، لیبیا، سومالیا، ایران او سوډان وو.

د امریکا د حکومت یوې سرچینې، چې د نوم نه ښودو په شرط یې فرانس پریس سره خبرې کړي ویلي، ممکن همدغه اونۍ ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان ورکړي چې له مخې به یې امریکا ته د افغانانو او یوشمېر نورو هېوادونو د اتباعو سفر بند شي.

فرانس پریس ویلي، دغه فرمان به شاوخوا ۱۵ زره هغه افغانان متاثره کړي چې افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی او دا مهال په دریمو هېوادونو کې دیره یا افغانستان کې پټ دي.

XS
SM
MD
LG