د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

تر امر ثاني؛ د افغان نجونو او ښځو لپاره له نهیلۍ ډک عبارت


په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې "تر امر ثاني" عبارت دوی لپاره د نابرابرۍ او د دوی د بشري حقونو څخه د انکار سمبول ګرځېدلی.

له درېو کلونو څخه د زیاتې مودې په تېرېدو سربېره، د ډېرو افغان نجونو د تعلیم هېلې لا هم د طالبانو د حکومت د "امر ثاني" له تمې سره غوټه دي.

په تېرو درې کلونو کې چې طالبانو حکومت د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار په وړاندې هر محدودیت لګولی، ورسره یې د "امر ثاني" پورې د انتظار خبره تړلې ده.

د کابل یوه اوسېدونکې چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز مخکې د نهم ټولګې زده کونکې وه او د امنیتي دلایلو له کبله نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي: "امر ثاني ته انتظار یعنې د ژوند تر پایه انتظار. بله خبرتیا یعنې تر هغې چې دوی (طالبان) شته."

نوموړې چې دا مهال د زرګونو نورو افغان نجونو په څېر نژدې درې کلونه کېږي له زده کړو منع شوې، ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل: "کله چې د امر ثاني کلمه اورم، مفهوم يې تیاره دی. کله چې يې لومړی ښوونځي وتړل، ويې ویل تر امر ثاني پورې، ما فکر وکړ چې د دوو یا دریو میاشتو پورې به وي، خو نه، امر ثاني یعنې د عمر تر پایه يعنې تر هغې چې طالبان واکمن وي."

د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو د درېیم کال یوې محصلې چې دا هم نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي راته وویل: "له دوو کلونو راهیسې تر امر ثاني د انتظار په نوم زموږ پر مخ د پوهنتون دروازې تړل شوي دي، وخت تېرېږي او موږ له زده کړو پاتې کېږو خو امر ثاني لا نه دی رسېدلی."

د پښتو ادبیاتو دا محصله وايي اوس: "زما لپاره ثاني امر دا معنا لري چې موږ به هېڅکله پوهنتون ته ولاړې نه شو، ځکه چې دا دی څو کلونه تېر شول، پوهنتونونه لا هم تړلي دي او موږ لا هم له زده کړو بې برخه یوو."

عایشه چې د نړېدلې جمهوري نظام پر مهال د ښار جوړونې وزارت کارکوونکې وه او اوس په کور ناسته ده، وايي، کله چې د امر ثاني اصطلاح اوري ټول وجود یې له نهیلۍ ډکېږي. عایشه وايي د دندې له لارې یې یو څه پيسې ترلاسه کولې چې کولی یې شول له کورنۍ سره مرسته وکړي. خو اوس میاشتې او کلونه شول چې د خپل کار د پیل لپاره د طالبانو د حکومت امر ثاني ته په تمه ده.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې د ټولو ښځو حقونه خوندي کړي، خو له درېو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي، نجونې پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لري او د دولتي او نادولتي ادارو ښځینه کارکونکې یې هم په کورونو کې کېنولې دي.

طالبانو په خپلو اعلامیو او فرمانونو کې د نجونو او ښځو سره د ځینو فعالیتونو د ځنډولو یا بندولو لپاره "تر امر ثاني" پورې اصطلاح کارولې ده.

دوی د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۸مه، له بیا واکمنېدو لږ وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تر بلې خبرتیا پورې وتړلې، او پوره دوه کلونه مخکې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۰مه نېټه یې په پوهنتونو کې هم د نجونو زده کړې "تر امر ثاني" وځنډولې. د نجونو په پوهنتوني زده کړو له بندیز لا څو ورځې نه وې اوښتې چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې په ټولو نا دولتي کورنیو او بهرنیو سازمانونو کې د ښځو کار هم تر "امر ثاني" وځنډوه.

د ښځو فعالانې وايي د طالبانو دغو تګلارو پر افغان نجونو او ښځو ژور رواني اغېزې کړي او دا مهال نهیلي، غوسه او ان ژور خپګان د نجونو ترمنځ او د هغوی په کورنیو کې عام دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر ریچارډ بینیټ درې ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو، پر زده کړو بندیز افغان نجونې د کور په څلور دیوالونو کې بندیانې کړي او هغوی یې د خپګان په لور بيولي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG