هدایت الله ویلي، تر برید وروسته د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر مینځ د ډزو لړۍ پیل شوه، چې په نتیجه کې ۱۶ پوځیان وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو لا تر اوسه وسله والو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د برید مسولیت نه ده منلې.
خو ځینو استختباراتي چارواکیو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دسمبر پر ۲۰مه د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کې د درې مسيد مشرانو جرګه کړې او له حکومته يې په هغه سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د جرګې يو مشر شېرپاو مسيد د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، د پوځ ځايي چارواکو د جرګې مشرانو ته په دې سیمه کې پر ولسي کورونو د توپونو او هاوان بریدونو د بندولو ډاډ ورکړی.
په ځانګړې توګه جنوبي او شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې نه یوازې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي بلکې پاکستاني پوځ هم د وسلوالو پر ضد د اقداماتو په نوم داسې عملیات کوي چې د سیمه ایزو خلکو په وینا زیان یې ولسي وګړو ته اوړي.