د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

طالبانو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د ویش او اجارې په اړه نوي قوانین نافذ کړي


افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پرمهال
افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پرمهال

د طالبانو حکومت عدلیې وزارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش، د دولتي ځمکو د اجارې او د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې د دریو قوانیو د تصویب خبر ورکړی دی

په افغانستان کې د هوا له سړېدو او د راستنو شویو کډوالو د ستونزو له زیاتېدو سره هممهاله د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده تازه د راستنېدونکو کډوالو لپاره درې نوي قوانین توشیح کړي دي.

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت پرون (د لیندۍ ۲۹مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې قوانینو کې چې په رسمي جریده کې خپاره شوي، راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش، د دولتي ځمکو د اجارې او صنعتکارانو او سوداګرو ته د امتیازونو او اسانتیاوو د برابرولو اړوندې سپارښتنې شوې دي.

د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش قانون چې ۱۳فصلونه او ۱۹ مادې لري اړوندو ادارو ته سپارښتنه کوي چې د اړو کډوالو له تثبیت « پیژندنې» وروسته هغوی ته په کابل او ولایتونو کې ځمکې ورکړي او د کورونو د جوړولو چارې دې یې تنظیم او چټکي کړي.

په دې قانون کې همداراز د هغو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه چې د ښارګوټو لپاره بیلې شوې دي ټینګار شوی او لارښوونه شوې چې د نورو ښارګوټو د جوړولو لپاره دې مناسبې ځمکې ورته ځانګړې شي.

د راستنو شویو کډوالو لپاره د طالبانو نوی قانون اړوندو ادارو ته سپارښتنه کوي چې د اړو کډوالو له تثبیت وروسته هغوی ته په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې ځمکې ورکړي او د کورونو د جوړولو چارې یې تنظم کړي.

په قانون کې دا یادونه هم شوې چې له دې وروسته به راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش چارې د هغه کړنلارې له مخې پرمخ بیول کیږي چې په قانون کې یې په اړه وضاحت شته او ټول یې پلي کېدو ته مکلف دي.

د طالبانو له لوري د دولتي ځمکو د اجارې قانون په دې متمرکز دی چې له دې وروسته د کومو شرایطو او اصولو په پام کې نیولو سره دولتي ځمکې اجاره او یا هم په دې برخه کې شوې هوکړې فسخ شي.

د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره په اعلان شوی قانون کې بیا په بېلابېلو برخو کې د صنعتکاراتو د ستونزو پرسمدستي حل او د هغو سوداګرو لپاره چې غواړي پانګونه وکړي د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو سربیره د مرستې ژمنې شوي دي.

که څه هم کډوالو ته د ځمکو د وېش په اړه د طالبانو د حکومت په نوي تصویب شوي قانون او کړنلاره کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې څومره راستنو شویو کډوالو ته به د کورونو لپاره د ځمکو نومرې ورکړل شي خو له دې مخکې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت سرپرست په تورخم ښارګوټي کې له راستنو شویو کډوالو سره د لیدنې پرمهال په دې اړه څرګندونې کړې وې.

عطاوالله عمري ویلي و چې "د راستانه شویو کډوالو لپاره د نمرو د وېش طرحه د طالبانو د مشرتابه له لورې منل شوې چې له مخې به یې کډوالو ته دوه لکه نومرې ووېشل شي."

یو شمېرراستانه شوي کډوال شکایت کوي چې د مناسبې سرپناه د نشتوالي له کبله له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

محمد صابرازادي راډیو ته وویل "ترڅو به موږ د سرپناه ستونزه لرو، موږ له حکومت، نړیوالو او د مهاجرینو له ریاستونو هیله کوو چې غږ مو دې واوري، هوا سړه ده د لرګیو او د سکارو د اخېستلو توان نه لرو چې خپلې کورنۍ ګرمې وساتو، وضعیت مو ډېر خراب دی هیله ده چې لاسنیوی مو وشي."

رحمان الله هم چې په دې وروستیو کې راستون شوی وايي "له موږ سره ژمنې ډېرې شوي، ټولو کړي دي که هغه حکومت دی او که نور، خو تراوسه څه نه دي شوي او په تمه یو. هیله ده چې حکومت د کور جوړولو په برخه کې مرستې وکړي."

یو شمېرراستانه شوي کډوال شکایت کوي چې د مناسبې سرپناه د نشتوالي له کبله له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ډسمبر په ۱۸ په یوه راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال ۱،۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د ناروې د کډوالو د شورا (ان ار سي) عمومي منشي یان ایګلنډ هم د لیندۍ په ۲۹مه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې ۷۶۰۰۰۰ کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي دغه شان ویلي په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی راستانه شوي کډوال بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG