د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د طالبانو مشر: متقاعدین د تقاعدۍ مستحق دي، خو محاکم ته دې لاړ شي


د طالبانو لوی مشر هبت الله اخوندزاده
د طالبانو لوی مشر هبت الله اخوندزاده

د طالبانو مشر د تقاعد په برخه کې نن یو نوی فرمان خپور کړ چې د دې فرمان له مخې د جمهوري نظام او له هغه راوروسته مامورین د تقاعد د اخیستو مستحق ګڼل شوې دي.

خو د فرمان پر اساس د تیرنظام مامورین باید یو لړ قانوني مراحل ترسره کړي.

ازادي راډیو د دې فرمان له رسمي اعلان وړاندې، د دې فرمان یوه کاپي د لیندۍ په ۲۸مه ترلاسه کړی وه.

ازادي راډیو په همغه ورځ د دې فرمان په اړه د متقاعدین نظر هم پوښتلی و، چې ډیر شمیر متقاعدینو ویلي وو، د طالبانو دا نوی فرمان د اضافي ننګونو او سرګرداني سبب کیږي.

د طالبانو دا نوی فرمان د اضافي ننګونو او سرګرداني سبب کیږي
متقاعد

خو یو شمیر نورو متقاعدینو بیا نیوکه کړې وه، "متقاعدین مجرمین نه دي، چې د خپلو حقونو د لاسه کولو لپاره محکمو ته لاړ شي".

د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده په فرمان کې له متقاعدینو غوښتې دي چې د خپل تقاعد د حقوقو د اثبات لپاره د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته عارض شي.

متقاعدین مجرمین نه دي، چې د خپلو حقونو د لاسه کولو لپاره محکمو ته لاړ شي
متقاعد

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د څوارلس سوه لومړي کال د خبر په اساس نژدې یو لک اویا زره ملکي او پوځي متقاعدین په دغه هیواد کې شته.

تقاعد هغه حقوقو ته وايي چې د پخوانیو دولتي کارکونکو له تقاعد کېدو وروسته ورکول کېږي او د متقاعد تر مړینې وروسته، د هغه مېرمن/خاوند او یا تر ۱۸ کلنو اولادونو ته ورکول کېږي.

پر افغانستان د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو مخکې، په افغانستان کې تر ۱۵۰ زرو زیاتو متقاعدینو په میاشتني ډول شاوخوا ۱۰۰ امریکایي ډالره تقاعدي پیسې تر لاسه کولې.

د طالبانو د مشر فرمان چې اته مادې لري د جمهوري نظام د وخت د ملکي او پوځي مامورینو د تقاعد لپاره د خصوصي محکمو د جوړیدو غوښتنه شوې ده.

د دې فرمان په لومړۍ ماده کې راغلې دي چې ستره محکمه دې په خپلو تشکیلاتو کې د ضرورت او د اړوند قضیو تراکم ته په کتو سره، د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې جوړې کړي، ترڅو یادې محکمې د شریعت په رڼا کې یادې حقوقي قضیې حل کړي.

د طالبانو د مشر د فرمان په اوومه ماده کې راغلې دي چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د متقاعدینو تقاعد د اړدوندو بودیجوي واحدونو له لارې هغو ته اجرا کړي.

داسې ښکارې چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته متقاعدینو څخه دا غوښتنه نه ده شوې چې محکمو ته ورشي.

د همدې اوومې مادې په اتمه فقره کې بیا ویل شوې دي چې د تقاعد د حقوقو اختصاسي محکمه دې د دغو اسنادو مطابق شرعي حکم صادر کړي. په دې برخه کې نور وضاحت نه دی ورکړل شوی چې څرنګه؟

ځکه چې د طالبانو مشر تر دې مخکې په یوه فرمان کې امر کړی و چې د څوارلس سوه دریم کال له لومړۍ میاشتې دې د دولتي ادارو د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد پیسې نه ګرځول کیږي.

XS
SM
MD
LG