د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د بې پولو خبریالانو ټولنه په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲ رسنیو د بندیدو خبر ورکوي


AFGHANISTAN-UNREST-MEDIA
AFGHANISTAN-UNREST-MEDIA

د بې پولو خبريالانو ټولنې RSF په افغانستان کې له یوه کال څخه په لږه موده کې  د ۱۲ دولتي او شخصي رسنيو د بندېدو خبر ورکړی دی.

د بې پولو خبريالانو ټولنې RSF ويلي چې طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۴کال په اوږدو کې لږترلږه ۱۲ خصوصي او دولتي رسنۍ بندې کړې دي.

دغه سازمان د لیندۍ په ۲مه په یوه بیان کې ویلي چې طالبانو د بیان د ازادۍ د غږ د غلي کولو لپاره د هڅو په دوام په وروستي اقدام کې پر آرزو ټلویزیون چاپه وهلې، فعالیتونه یې ورته بند کړي او ځینې کارکوونکي یې هم نیولي دي.

RSF د طالبانو دا اقدام غندلی او ژرترژره یې د طالبانو له زندانونو د بندي خبریالانو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

​د بې پولو خبريالانو ټولنه وايي چې په وروستیو میاشتو کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو “ایډیولوژیک او ځپونکي اقدامات” سخت شوي دي.

د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې مشرې سلیا مرسیه ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو “ایډیولوژیک او ځپونکي اقدامات” سخت شوي دي.

د نوموړې په خبره د طالبانو د Nx اقداماتو له کبله رسنۍ یو په بل پسې بندې شوي او پر آرزو ټلویزیون د طالبانو « وحشیانه» چاپه ښيي چې ان رسنۍ په مرکز کې هم له دې ځپوونکو اقداماتو خوندي نه دي.

د آرزو ټلویزیون ځینې چارواکي او یو شمېر خبریالان چې په تېر یوه کال کې نیول شوي دي وايي په افغانستان کې د رسنيو وضعیت ترينګلې شوی او ورځ تربلې پر خبریالانو محدودیتونه په زیاتېدو دي.

د آرزو ټلویزیون د مشرتابه کمیټې غړي نوراغا شریفي ازادي راډیو ته وویل “لاهم د آرزو ټلویزیون د شپږو کارکونکو د برخلیک په اړه معلومات نه شته، موږ یې د وضعیت په اړه سخت اندیښمن ی. په کابل او مزارشریف کې زموږ نور کارکوونکي هم د طالبانو تر ګواښ لاندې دي. زموږ په بارو هغوی خپل مسلکي چارې پر مخ بیايي او کوم تورونه چې پرې لګیدلي، ټول بې بنسټه دي. “

د بې پولې خبریالانو ټولنه یا RSF
د بې پولې خبریالانو ټولنه یا RSF

په کابل کې یوه دېره خبریال د نوم او اصلي غږ د نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل “زه خپله نیول شوی یم ځکه هغه څه مې ویلي و، چې رښتیا و، وروسته یې راته ګواښونه کول، خبریالان اوس د مجبورۍ له مخې ځینې مسایل نه خپروي په داسې حال کې چې لا له وړاندې په دې برخه کې د حاکمې ډلې له لوري پر رسنیو محدویتونه وضع شوي دي. خبریالان د وضعیت د ښه کېدو او د بیان د ازادۍ په برخه کې د شته غږونو د غلي کولو له ویرې خپل کار ته دوام ورکوي. “

د بې پولو خبریالانو ټولنې د جنوبي اسیا د برخې مشرې سلیا مرسیه همداراز ویلي چې پر رسنیو لګېدلي محدودیتونه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له توشیح سره زیات شوي دي.

RSF له قید او شرط پرته د طالبانو له بنده د ټولو خبریالانو پر خلاصون ټینګار کړی.

دې سازمان د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو مسئلې ته په اشارې سره چې د امربالمعروف په قانون کې یې یادونه شوې ویلي دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ ټلویزیونونو خپرونې بندې شوي چې دغه شمېر وروسته بیا ۱۲ ته رسیدلی دی.

د RSF د راپور د معلوماتو له مخې ځینې سیمه ایزې رسنۍ چې د موسیقۍ او یا هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له کبله بندې شوي د ژمنې له اخېستلو وروسته د فعالیت اجازه ورکړل شوې خو د دې سازمان په وینا دا د بیان د آزادۍ نقض دی.

RSF په عین حال کې له قید او شرط پرته د طالبانو له بنده د ټولو خبریالانو پر خلاصون په ټینګار سربیره ویلي چې د بې پرې اطلاعاتو خپرول د افغانستان د رسنیو حق دی او طالبان باید نړیوالو منل شویو قوانیونو ته په پام اجازه ورکړي چې د راپور ورکولو بهیر جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG