د کورمې د پوليسو يوه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په عملیاتو کې پوځ او سرحدي ځواکونو بګن بازار، ژړینې، سره غوړګۍ او شاوخوا سيمې نيولې دي.
د میرلي تاڼې پولیسو د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې وژل شوی تن عطاالرحمن نومېده چې د طوري خېلو اوسېدونکی او د يو سرکاري ښوونځي استاد وو.
ايمل ولي خان د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل، تر څو چې د پاکستان ریاست په اخلاص د وسلوالو د ختمولو پرېکړه نه وي کړې، تر هغه به د پښتنو په سیمو کې امن رانشي.
د جمرود غاړیزه کې د ۲۰ کلن ځوان اجمل فراز او ۳۸ کلن ولي محمد په کورونو او حجرو کې د لاسنیو مراسم روان دي چې ورته د سیمې خلک دوعا ته ورځي.
د جنورۍ ۱۹مې په ماښام د نوموړي له فیسبک پاڼې په خپره شوې ویډیویي بیان کې پښتین وویل چې په جرګه کې د شاملو ګوندونو څخه غوښتنه کوي چې د جرګې پرېکړو ته ژمن پاتې شي او د پښتنو ستونزې په ګډه حل کړي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط او یو ځايي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه امنیتي سرتېري په بکتربند ګاډو او ټانکونو کې سیمې ته ورسېدل.
د کورمې یو شمېر سني مشرانو بیا د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
دا لار له شاوخوا ۱۶ میاشتو راهسې هلته روان پرلت له وجې بنده شوې وه. د انګور اډې د پرلت یو مشر مولانا تسبیح الله مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه په انګور اډه سیمه کې د سیمې د څلورو قبایلو مشرانو په یوې جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.
نور وښیئ