په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پاکستان غږ کړی چې افغان کډوال دې له هغه هېواده په زور نه باسي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رسمي دولتي اژانس، باختر، د اپرېل پر لومړۍ نېټه د کډوالو چارو د سرپرست وزير مولوي عبدالکبير له خولې ليکلي چې ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو له اجباري ستنېدو لاس واخلي او هغوی دې پرېږدي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
دا بيان تر هغه وروسته مخې ته راغلی چې د پاکستان د حکومت له خوا بې اسناده او د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکو افغانانو ته په خپله خوښه د هغه هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد.
تر دې وړاندې، په پاکستان کې مېشتو افغانانو له اسلام اباده غوښتي ول چې له هغه هېواده د وتلو لپاره دې ورته ورکړې نېټه وغځوي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ. حکومت وروسته خپل پلان اعلان کړ چې د مارچ له میاشتې وروسته به د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي افغانستان ته ستنول پیل کړي.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.
د افغان کډوالو غوښتنې او اندېښنې
د افغان کډوالو یوشمېر مشرانو د مارچ پر ۲۹مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، دا ممکنه نه ده چې په دومره لنډ وخت کاروبارونه او نور هر څه غونډ کړي او وطن ته ستانه شي.
هغې غونډې ته یو پاکستانی وګړی عبدالجبار هم ورغلی وو چې له یوې افغانې ښځې سره یې واده کړی دی. هغه وویل، ښځه یې افغانه ده نو ځکه یې د بچیو اسناد نه جوړېږي او د هغوی په اړه اندېښمن دی.
ده زیاته کړه چې ګڼ نور هغه افغانان او پاکستانیان چې په خپلو کې یې ودونه کړي دي، له دې ډول ستونزو سره مخامخ دي.
تر کراچۍ مخکې په پېښور کې د افغان کډوالو شورا مشرانو هم له اسلام اباده غوښتي ول چې ورته دې له هېواده د وتلو لپاره ورکړی مهلت وغځوي.
پاکستان مېشتو افغانانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې راپورونه وايي په پاکستان کې د افغانانو پر کورونو د پولیسو چاپې زیاتې شوې دي او سلګونه کسان یې نیولي دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علمي د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو اونیو کې د پنجاب د راولپېنډۍ پولیسو تر ټاکلي ضرب الاجل (مهلت) مخکې ۹۲۳ افغانان نیولي دي.
دی وايي، له هغو څخه یې ۲۱۳ تنه افغانستان ته لېږدولي او نور د راولپېنډۍ په ګولړه موړ کې د کډوالو په یو لنډمهالي کیمپ کې ساتل کېږي.
د راولپېنډۍ چارواکو د ټولو نیول شویو او افغانستان ته د لېږدول شویو پوره شمېر نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې له ګرفتارو کسانو څخه یې د ۸۶ تنو ویزې پای ته رسېدلي، ۱۱۶ افغان تابعیت کارډونه او ۲۹۰ کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مهاجرت یا پي او ار کارډونه لري.
پاکستان وايي، د بې اسناده افغانانو ایستلو ته یې دوام ورکړی دی او د مارچ تر ۳۱مې وروسته د افغان تابعیت کارډونو لرونکي هم باسي.
حکومت البته وايي چې د پي او ار کارډونو لرونکي د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري، خو هغوی به هم د مارچ تر ۳۱مې پورې له راولپېنډۍ او اسلام اباده وځي. حکومت وايي، دا کار د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څرګندونې
په همدې حال کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) استازې فېلېپا کاندلېر له لسیزو راهیسې د افغانانو د "مېلمه پالنې" لپاره د اسلام اباد ستاینه کړې خو ویلي یې دي چې کډوال باید په داسې طریقه هېواد ته ستانه شي چې هلته په "دوامداره توګه" د ژوند کولو جوګه شي.
نوموړې د مارچ پر ۳۰مه د کوچني اختر په مناسبت په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید کښېني او "دا باوري کړي چې افغانان په خپله خوښه، خوندي" هېواد ته ستانه شي.
هغه وايي، د دایمي ستنېدو لپاره "په افغانستان کې سوله ییز او خوندي چاپېریال" اړین دی چې ورته په ستنېدو افغانان "د ځورونې یا توپیرپالنې وېره" و نه لري.
کاندلېر زیاته کړې چې له افغانستان سره باید د تعلیم، روغتیا او کاري موقعو پیدا کولو په برخه کې مرسته او ملاتړ وشي چې "ستنېدونکي کډوال - په ځانګړي ډول ښځې او نجونه - بې له نورو چیلېنجونو سره له مخامخېدو" په ټولنه کې "مدغم شي."
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو چې لا هم روان دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.
هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.
پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.