ظفر فاروق وايي خيبر پښتونخوا کې رباب غږوونکي ځوانان ډېر شوي دي
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د نوښار يو پېژندلی سندرغاړی او رباب غږوونکی ظفر فاروق دی. نوموړی وايي، د موسيقي زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو څخه کړي او اوسمهال خپله يوشمېر شاګردان لري. فاروق خوشاله دی چې ګڼو پښتنو ځوانانو د عبث وخت تېرولو پر ځای رباب زده کولو ته مخه کړې. نوموړی زياتوي چې د رباب ځينې شاګردان يې ډېر تکړه دي او په راتلونکې کې به پښتو موسيقۍ ته ښه کار وکړي. د ظفر فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
- 
![]() فبروري ۲۷, ۲۰۲۵ فبروري ۲۷, ۲۰۲۵سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
- 
![]() فبروري ۰۶, ۲۰۲۵ فبروري ۰۶, ۲۰۲۵ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
- 
![]() جنوري ۳۰, ۲۰۲۵ جنوري ۳۰, ۲۰۲۵خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی
 
 
 
 
 
