په کوزه کورمه کې خبریال نبي جان اورکزی وايي، د سنیانو د سیمو خبریالان شیعه مېشتو ځایونو ته نه شي تللای او د شیعه سیمو خبریالان د سنیانو سیمو ته نه شي تللای. نوموړی وايي، ځايي خبریالان د حکومتي فشار او وسلوالو ډلو د ګواښونو تر څنګ کله نا کله د خپلو خلکو له دړکو سره هم مخامخېږي.