"ړپي ډي اېم ای د کورمې د نښتو متاثره کورنیو سره د مرستې اعلان وک
د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د نښتو پر مهال یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف د جنورۍ پر پنځمه پر ایکس پاڼه لیکلي چې د مرستو په سامانونو بار د ټرکونو دا کاروان یې اوسمهال د امنیتي اندېښنو له کبله ایسار کړی دی او چې زمینه برابره شي نو به یې لېږي.
پښتین د جنورۍ په دریمه د جرمني په کولن کې د جرګې په ملاتړ جوړې شوې جرګې ته د ټیلیفون له لارې په وینا کې وویل چې غورځنګ هڅه کوي چې د ولس په ملګرتیا هغه پرېکړې عملي کړي. هغه وویل چې د عدالت تر پلي کېدو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د میرلي پولیسو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د میرلي له ګلشن اډې څخه يو کس تښتولی وو او یوه ورځ وروسته یې په ډزو ویشتل شوی جسد موندل شوی دی.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر دریمه د ضلعې انتظامي مشر یا مرستیال کمشنر جاوید الله محسود په بګن کې د روان پرلت ختمولو ته ورغلی وو او دې مهال ډزې شوې دي.
د بره کورمې تحصیل چېرمېن اغا مزمل حسین د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو د خوراکي موادو او درملو د نشتوالي تر څنګ د شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو روزګارونه له خطر سره مخامخ کړي دي.
د جنوري پر لومړۍ د داوړو دغه جرګه د میرلي په خسوخېلو کې وشوه چې پکې د داوړ قام د ټولو قبیلو مشرانو ګډون وکړ.
د خیبر ضلعې پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود له شاه کڅ لېویز مرکز څخه ملک نصیر کوکيخېل، ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل ګرفتار کړل او پېښور ته يې يووړل.
له باجوړ څخه د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي انور زېب خان د ډېسېمبر پر ۳۱مه د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې یادې سیمې ته ۴۰۰ وسلوال ورغلي او د مخنیوي لپاره یې امنیتي ادارې نه تر سترګو کېږي.
نور وښیئ