د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین پښتنو ګوندونو ته وړاندیز کړی چې له پي ټي اېم سره يو ځای اسلام اباد ته لاریون وکړي


منظور پشتين د يوې جلسې د مشرۍ په مهال - انځور له ارشیفه
منظور پشتين د يوې جلسې د مشرۍ په مهال - انځور له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین د پاکستان پر حکومت او امنيتي ځواکونو تور پورې کړی چې د امن راوستلو پر ځای ولسي وګړي‌ځوروي.

هغه د جنورۍ پر ۱۹مه پر خپله فیسبوک پاڼه کړې وينا کې وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې "د پښتنو په سیمو کې خلک له کليو وباسي او د پوځي عملياتو په ترڅ کې پکې د خپلې خوښې ډلو د مېشته کېدو موقعې برابروي".

د پاکستان حکومت او پوځ سمدستي په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې یې ويلي چې په خیبرپښتونخوا کې د امن لپاره عمليات کوي. د پوځ په خبره په ځينو سیمو کې یې هدفي عمليات کړي او وسله وال یې په نښه کړي دي. پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د امن لپاره ډېره قرباني ورکړې ده.

خو منظور پشتين وویل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو "له قبایلي ضلعو د ډرون بریدونو او بمونو غورځولو تجربه ګاه جوړه کړې ده". هغه زیاته کړه د خلکو د بې کورۍ مخنيوي، له افغانستان سره د لارو خلاصولو، وسايلو او امن لپاره باید سیاسي ګوندونو يو موټی شي. نوموړي وړاندیز وکړ چې ټول ګوندونه دې د اسلام اباد پر لور احتجاجي لاريون وکړي.

تر اوسه پورې د پاکستان هېڅ سیاسي ګوند د منظور پشتين د وړاندیز په اړه څه نه دي ويلي. خو ځينو یې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱مه، په خیبر کې په هغه جرګه کې ګډون کړی وو چې پي ټي اېم ورغوښتې وه. خو پشتين وويل چې په هغه جرګه کې شوې پرېکړې د جرګې د ټولو ګډونوالو په خوښه شوې وي خو وروسته ترې ځینې ګوندونه په شا شول.

تر جرګې وروسته، دا لومړی ځل وو چې پښتین پر ټولنیزو رسنیو خپلو مینوالو ته وینا وکړه او پر ګوندونو یې غږ وکړ چې د جرګې پرېکړو ته دې ژمن پاتې شي. هغه وویل: "وخت لا تېر نه دی. د جرګې کمېټه جوړه شوې چې د ټولو ګوندونو استازي پکې شامل دي، او کولی شي ستونزې حل کړي. موږ خپلې سیمې هېچا ته نه پريږدو. نه غواړو بې کوره شو. که موږ په زور وباسي نو راځئ چې ټول اسلام اباد ته ولاړ شو."

د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ په خیبر کې د پښتون عدالت په نامه جرګه شوې وه چې په کې ګڼو پښتون ملتپالو او نورو ګوندونو برخه اخیستې وه. جرګې د پښتنو له سیمو په ۶۰ ورځو کې د پوځ او وسلوالو د وتلو ترڅنګ یو شمېر پرېکړې کړې وې.

منظور پښتین وویل چې تر جرګې وروسته یې حکومت غړي او مشران نیولي، د علي‌وزير، ملک نصیر کوکيخېل او حاجي عبدالصمد یې داسې بې مانا تورونه لګولي چې د خندا وړ دي. هغه زیاته کړه چې بیا به هم پي ټي اېم خاموشه نه پاتېږي بلکې د مبارزې د بل پړاو لپاره ځان چمتو کوي. "په خپل ملت هېڅکله سودا نه کوو. په کوم ځای کې چې د سودا خبره کېږي، په هغه ځای لا لعنت وايو. دا هم درته ووایم چې تر يو افغان ژوندی وي، دا ملت به بیا بیا راپاڅېږي. حالات که هر څومره سخت وي، بریا به بیا هم زموږ وي."

د يادونې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر شپږمه پر پښتون ژغورنې غروځنګ بندیز لګولی دی. حکومت دعوه کوي چې پي ټي اېم د امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو په پارولو کې لاس لري. خو پشتين وويل چې پر سوله ییزو فعالانو بندیزونه او وسله والو ته موقعې برابرول د پاکستاني ریاست پالیسي ښيي چې د چا ملګري دي.

پښتین د کورمې پر حالاتو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ریاست نه غواړي په هغه ضلع کې امن راشي. د هغه په وينا حکومت هلته شوی تړون نه شي عملي کولی، خلک له لوږې کړېږي، خو جګړې دوام لري او دواړو ډلو ته وسلې او مهمات رسیږي. هغه دا هم وویل پوځ د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته کډه شوي وزیرستانیان هم په کرار نه پرېږدي او په خوست او نورو سیمو کې پرې بمبارۍ کوي.

حکومت د پښتین د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو وایي چې په کورمه کې یې د امنیت لپاره عملیات پیل کړي دي او د بګن ځینې سیمې یې د جنورۍ پر ۱۹مه نیولي دي. د پاکستان حکومت دريځ لري چې د تېر کال په دیسمبر کې یې په د افغانستان په ځینو برخو کې ځکه عملیات کړي ول چې له هغو سرحدي سیمو څخه د پاکستان اتباعو ته د ترهګرۍ ګواښ متوجه وو.

XS
SM
MD
LG