د میرلي اوسېدونکي زیاتوي چې هره ورځ د مختلفو کلیو، لکه هرمز، موسکي، حیدر خېل، حسوخېل او نورو سیمو نه د ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې کورنۍ کډې باروي. دوی وايي چې په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې کېږي چې د په دې مهال ګولۍ په کلیو هم پریوځي چې له وجې یې دوی د زیانونو سره مخ کېږي.