د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې هغه قافله د جنورۍ پر ۱۶مه له ټله د پاړه چینار پر لوري روانه وه چې په بګن کې ورباندې حمله وشوه.
د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان مشر نعمان وزیر احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې خيبر پښتونخوا یو ځل بیا د تشدد له زیاتېدونکو پیښو سره مخامخ شوې ده او له يوشمېر سيمو خلک کډو کولو ته مجبور شوي دي.
د ميرلي په ايپي ميدان کې نن (د جنورۍ پر ۱۴مه) شوې د هغې جرګې يو مشر او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار علي خان مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس اغېزمن کېږي او يوشمېر کورنۍ پر کډه کولو مجبوره شوې دي.
دوی د جنورۍ پر ۱۲مه په میرامشا کې د پریس کلب مخې ته په احتجاج کې وویل چې حکومت او پوځ دې له ځايي ولس سره مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي.
د انجمن تاجران مشر حاجي افضل د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د بجلۍ د اوږدې دورانيي لوډ شیډنګ، ، ترهګري او د سرحدي لارو بندښت د دوی اقتصاد زښت اغیز من کړی دی.
په سده کې د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت د جنورۍ پر ۱۲مه د مورچو ړنګولو په اړه مشورې لپاره غوښتي ول، خو وروسته ورته وویل چې نه دی ورځي.
د هغې جرګې يو مشر، مولانا صالح شاه د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ مشر، میجر جنرال مهر عمر خان نیازي سره یې په سره روغه کې وکتل او هغه یې غوښتنې ومنلې.
نور وښیئ