د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د بنو پریس کلب کې بیړنۍ خبري غونډې په مهال د جرګې مشرانو وویل چې په هغه ورځ دوی د امنیت د ټینګښت او د ایپکس کمیټې ژمنو عملي کولو لپاره ورټول شوي ول. په دې غونډه کې قامي مشران او سیاسي ګوندونو ګډون کړی وو. د دوی په خبره، پولیسو تر جرګې وروسته په لاره کې عبدالصمد خان ونیولو.