د بره کورمې تحصیل چېرمېن اغا مزمل حسین د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو د خوراکي موادو او درملو د نشتوالي تر څنګ د شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو روزګارونه له خطر سره مخامخ کړي دي.
د میرلي پولیسو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د میرلي له ګلشن اډې څخه يو کس تښتولی وو او یوه ورځ وروسته یې په ډزو ویشتل شوی جسد موندل شوی دی.
د جنوري پر لومړۍ د داوړو دغه جرګه د میرلي په خسوخېلو کې وشوه چې پکې د داوړ قام د ټولو قبیلو مشرانو ګډون وکړ.
د خیبر ضلعې پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود له شاه کڅ لېویز مرکز څخه ملک نصیر کوکيخېل، ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل ګرفتار کړل او پېښور ته يې يووړل.
له باجوړ څخه د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي انور زېب خان د ډېسېمبر پر ۳۱مه د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې یادې سیمې ته ۴۰۰ وسلوال ورغلي او د مخنیوي لپاره یې امنیتي ادارې نه تر سترګو کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د جرګې د ټولو مشرانو لخوا د سولې پر لوظنامه تر لاسليک وروسته به په لومړي سر کې بندې لارې پرانيستل کېږي او د هغوی ساتنه به د حکومت په ذمه وي.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د ډېسېمبر پر ۳۱مه په هغه صوبه کې د امنیت پر خرابیدونکي وضعیت بحث وکړ او په همدې موخه يې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پور هم ورغوښتلی وو چې پر امنيتي چارو د اسمبلۍ غړو ته معلومات ورکړي.
په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.
هلته د کورمې په سده کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه، سنیانو مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د فرقهايزو نښتو پر مهال د بګن، ټالو کونج، او باچاکوټ سیمو اوسېدونکو ته د رسېدلو زیانونو معاوضه ورکړل شي.
نور وښیئ