د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې بګن کې پر قافلې تر برید وروسته عملیات پیل شوي دي

تازه شو

د پوځ سرتېري په بګن کې پر قافلې د برید د ځای جاج اخلي - د جنورۍ ۱۷مې انځور.
د پوځ سرتېري په بګن کې پر قافلې د برید د ځای جاج اخلي - د جنورۍ ۱۷مې انځور.

په کورمه کې پولیس او یو ځايي مشر وايي چې امنیتي ځواکونو د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید وروسته په بګن کې عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط او یو ځايي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه امنیتي سرتېري په بکتربند ګاډو او ټانکونو کې سیمې ته ورسېدل.

بادشاه وايي چې د ورځې له ۱۱ بجو څخه په سیمه کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

دا تر هغې شاوخوا یوه ورځ وروسته ده چې د کورمې د وتېزیو ولس غړو د ممکنه پوځي عملياتو له کبله له سیمې څخه کډې وکړې.

بادشاه وايي چې ځینو خلکو د عملیاتو له وېرې سیمه پرېښې ده خو داسې کورنۍ هم شته چې په کورونو کې بندې پاتې دي.

په سیمه کې د عملیاتو پرېکړه حکومتي چارواکو د جنورۍ پر ۱۷مه په کواټ کې د غونډې پر مهال کړې وه خو د پیلېدو نېټې په اړه یې څه نه ول ویلي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د جنورۍ پر ۱۷مه شپې مهال په بیان کې وویل چې د کورمې د بګن، مندوریو، اوچت، څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، څپري پړاو او څپریو څخه د بې کوره کېدونکو لپاره په ټل او هنګو کې کیمپونه جوړوي.

اقبال بادشاه د جنورۍ ۱۸مې پر ماښام مشال راډیو ته ویلي ول چې خلکو د هم هغې ورځې له ماسپښینه د خوندي ځایونو پر لوري کډې پیل کړې وې ځکه چې انتظامیې ورته خبرداری ورکړی وو چې د جنورۍ پر ۱۹مه عملیات پیلېږي.

د کورمې یوشمېر سني مشرانو د پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."

چارواکو د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې په برید او د ځواکونو په کاروایۍ کې د دوو امنیتي سرتېرو او شپږو مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۰ ژوبل شول. ازادو سرچینو په پېښه کې د مشکوکو وسلوالو وژنه نه ده تایید کړې.

تر حملې څو ساعته وروسته شيعه مشرانو له حکومته په سیمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه. د انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې ریاست دې پر قافله په بريد کې د ککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي او د ټل او پاړه چينار ترمينځ سړک دې هم د خلکو او د مال لېږدوونکو ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

شیعه مشرانو داراز پر قافله په حمله کې د ککړو کسانو پرضد د کاروایۍ لپاره حکومت ته د درو ورځو وخت ورکړی وو.

په کورمه کې وضعیت

په کورمه کې تازه پرمختګونه پر داسې مهال شوي دي چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

د هغې موافقې په ۱۴ نکاتو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG