د پاړه چینار اوسېدونکي ارشاد حسين د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې په قافله کې تر ۶۰ زيات واړه او لوی ګاډي شامل ول چې هغې سیمې ته یې خوراکي مواد، درمل، ګيس او نور اړین شیان رسولي دي.
د پاړه چینار یو ولسي مشر لایق حسین د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې هغه ښار ته تلونکې لارې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې تړلې دي چې له کبله یې هلته د خوړو، دواګانو، تېلو او د ورځنۍ اړتیا نورو شیانو زښت کمښت پیدا شوی دی.
د کورمې د پوليسو يوه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په عملیاتو کې پوځ او سرحدي ځواکونو بګن بازار، ژړینې، سره غوړګۍ او شاوخوا سيمې نيولې دي.
د میرلي تاڼې پولیسو د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې وژل شوی تن عطاالرحمن نومېده چې د طوري خېلو اوسېدونکی او د يو سرکاري ښوونځي استاد وو.
ايمل ولي خان د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل، تر څو چې د پاکستان ریاست په اخلاص د وسلوالو د ختمولو پرېکړه نه وي کړې، تر هغه به د پښتنو په سیمو کې امن رانشي.
د جمرود غاړیزه کې د ۲۰ کلن ځوان اجمل فراز او ۳۸ کلن ولي محمد په کورونو او حجرو کې د لاسنیو مراسم روان دي چې ورته د سیمې خلک دوعا ته ورځي.
د جنورۍ ۱۹مې په ماښام د نوموړي له فیسبک پاڼې په خپره شوې ویډیویي بیان کې پښتین وویل چې په جرګه کې د شاملو ګوندونو څخه غوښتنه کوي چې د جرګې پرېکړو ته ژمن پاتې شي او د پښتنو ستونزې په ګډه حل کړي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط او یو ځايي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه امنیتي سرتېري په بکتربند ګاډو او ټانکونو کې سیمې ته ورسېدل.
نور وښیئ