د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمل ولي خان: پاکستان د طالبانو او ترهګرو د ختمولو نیت نه لري


د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د یوې غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د یوې غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند مشر ايمل ولي خان وايي، پاکستان د طالبانو او ترهګرۍ د ختمولو نیت نه لري.

هغه د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل، تر څو چې د پاکستان ریاست په اخلاص د وسلوالو د ختمولو پرېکړه نه وي کړې، تر هغو به د پښتنو په سیمو کې امن رانه شي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره يې په ملاقات کې هغه ته وويل چې که ترهګري ختمول غواړي نو د جدي ګامونو پورته کول دې وښيي.

ايمل ولي خان او د خیبر پښتونخوا د ځينو نورو ګوندونو مشرانو د پاکستاني پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره د جنورۍ پر ۱۳مه په پېښور کې ليدلي ول.

تر هغې لیدنې وروسته پوځ وویل چې مشر یې سیاسي مشرانو ته وویل چې پوځ به د امن خرابوونکو پر ضد خپلې کاروایۍ جاري ساتي، ورانکاري به له لوی تاوان سره مخ کړي او د دې جوګه به یې نه پرېږدي چې چاته زیان ورسوي.

د ایمل ولي خان دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو د ځینو ځایونو خلکو په عملیاتو کې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو ویلي او د دې پر ضد یې په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ وروستيو پېښو د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د هدفي وژنو، چاودنو او وسلوالو فعالیتونو له کبله عام خلک د وېرې په فضا کې ژوند کوي. په کورمه، وزیرستانونو، مومندو، خیبر، باجوړ او نورو سیمو کې د ناامنۍ پېښې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي، چې له کبله یې سوداګري اغېزمنه شوې او ځینې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ایمل ولي خان تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین د پاکستان پر حکومت او امنيتي ځواکونو تور پورې کړ چې د امن راوستلو پر ځای ولسي وګړي‌ ځوروي.

هغه د جنورۍ پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره کړې وينا کې وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې "د پښتنو په سیمو کې خلک له کليو وباسي او د پوځي عملياتو په ترڅ کې پکې د خپلې خوښې ډلو د مېشته کېدو موقعې برابروي".

د پاکستان حکومت او پوځ دریځ لري چې په خیبرپښتونخوا کې د امن لپاره عمليات کوي. د پوځ په خبره په ځينو سیمو کې یې هدفي عمليات کړي او وسلوال یې په نخښه کړي دي. پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د امن لپاره ډېره قرباني ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG