د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې په بګن کې پوځي عملیات دوام لري


د جنورۍ پر ۲۰مه، په هنګو کې د کورمې څخه بې‌کوره شویو کډوالو لپاره یو مرکز ته امدادي سامان وروړل کېږي.
د جنورۍ پر ۲۰مه، په هنګو کې د کورمې څخه بې‌کوره شویو کډوالو لپاره یو مرکز ته امدادي سامان وروړل کېږي.

د خيبرپښتونخوا د کورمې په بګن سیمه کې پوځي عمليات نن (د جنورۍ پر ۲۱مه) هم دوام لري.

د هغې ضلعې د پوليسو يوه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په عملیاتو کې پوځ او سرحدي ځواکونو بګن بازار، ژړینې، سره غوړګۍ او شاوخوا سيمې نيولې دي.

چارواکی زياتوي چې د جنورۍ پر ۲۰ مه پوځي هېليکاپټرو پر دغه سيمو بمباري کړې ده. البته دوی وايي معلومه نه ده چې په عملياتو کې چاته مرګژوبله اوښتې ده او که نه؟

هغه پولیس چارواکي وویل چې امنيتي ځواکونه له نن څخه د وسلوالو د لټون عمليات هم پيلوي. بلخوا په کورمه کې يو ځايې مشر اقبال بادشاه مشال راډيو ته وويل چې ځينو خلکو د پوځي عملياتو له کبله خپل کورونه پرېښي دي خو ځينې بيا په سيمه کې بند پاتې دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ له ۱۹مې څخه په بګن کې عمليات پيل کړي دي. د چارواکو په وينا د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي . بلخوا د سنيانو د وتېزو قبیلې مشرانو د عملیاتو غندنه کړې ده او دا یې یو اړخیز ګام بللی دی.

بل لور ته د خیببر پښتونخوا حکومت وايي له کورمې سره نېږدې په هنګو ضلع کې د بګن د هغو کډوالو لپاره کېمپ جوړوي چې له روانو پوځي عملياتو کډه کېږي.

د هنګو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) نواب ګل د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې هغوی د ۱،۸۰۰ کورنيو د ورکډه کېدو لپاره تیاری نیسي. د هغه په خبره کمبلې، خېمې، خوراکي مواد او درمل یې برابرې کړې دي.

د هنګو ضلعې لپاره د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې وياند افسر شاه دراز مشال راډيو ته ويلي دي چې د ۵۰۰ کورنيو سامان يې د هنګو ضلعې انتظاميه ته حواله کړی چې په ۳۰ ټرکونو کې د ژوند د ضرورت بېلا بېل توکي دي. د هغه په وينا، په ټل تحصيل کې به د بې کوره کېدونکو کورنيو تر نومليکنې وروسته هغه سامان ورسپاري.

چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه اوهېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

په کورمه کې تازه پرمختګونه پر داسې مهال شوي دي چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    ممتاز بنګښ

    ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي. 

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG