د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان مکین کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي


د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۲۵مه د مکین له دریو کلیو څخه خلکو ته د وتلو ویلي ول.
د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۲۵مه د مکین له دریو کلیو څخه خلکو ته د وتلو ویلي ول.

د بر جنوبي وزیرستان انتظامیې د مکین له درو کلیو څخه د ممکنه عملیاتو له وجې نورو سیمو ته کډه شوي خلک سر له ننه (د جنورۍ له ۱۸مې) خپلو سیمو ته لېږدول پیل کړي دي.

دا درې کلي دشکه، اباخېل، او ظریف خېل نومېږي. حکومت په تېره ډېسېمبر میاشت کې دوی ته د خپلو کورونو د پرېښودلو ویلي وو. د حکومت له امر سره سم له دغو درو کلیو څخه سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې وې.

حکومت د دغو درو کلیو خلکو ته وروسته له هغې د کډو کولو ویلي وو چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه پکې په یو وسله‌وال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور زخمیان شوي وو. د هغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی وو.

د بر جنوبي وزیرستان د مکین سیمې یو مشر، ملک ریاض مسید، نن مشال راډیو ته وویل چې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۵مه د درو کلیو د پرېښودلو امر شوی وو، چې په تعقیب یې شاوخوا ۲۲۰ کورنۍ ووتلې، خو پوځ په سیمه کې عملیات ونه کړل. دی وايي، وروسته د هغوی مشرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه له انتظامیې او پوځ سره جرګه وکړه چې په نتیجه کې یې د کډوالو واپسي ممکنه شوه.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزیرستان استازی زبیر وزیر نن (د جنورۍ پر ۱۸مه) مشال راډیو ته وویل چې د سیاسي مشرانو، قومي مشرانو، او انتظامیې په ګډو هڅو دا واپسي ممکنه شوه. هغه وویل چې له واپس تلونکیو خلکو سره مرستې کېږي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG