د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط او یو ځايي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه امنیتي سرتېري په بکتربند ګاډو او ټانکونو کې سیمې ته ورسېدل.
د کورمې یو شمېر سني مشرانو بیا د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
دا لار له شاوخوا ۱۶ میاشتو راهسې هلته روان پرلت له وجې بنده شوې وه. د انګور اډې د پرلت یو مشر مولانا تسبیح الله مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه په انګور اډه سیمه کې د سیمې د څلورو قبایلو مشرانو په یوې جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.
د کواټ ډېوېژن یو لوړپوړي انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې پر قافلې په برید کې دوه امنیتي سرتېري ووژل او پینځه ژوبل شول. دی وايي، په حمله کې دوه ډرېوران هم ووژل شول او وسلوالو څلور ډرېوران له ځانه سره یوړل چې وروسته یې وژلي دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې هغه قافله د جنورۍ پر ۱۶مه له ټله د پاړه چینار پر لوري روانه وه چې په بګن کې ورباندې حمله وشوه.
د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان مشر نعمان وزیر احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې خيبر پښتونخوا یو ځل بیا د تشدد له زیاتېدونکو پیښو سره مخامخ شوې ده او له يوشمېر سيمو خلک کډو کولو ته مجبور شوي دي.
د ميرلي په ايپي ميدان کې نن (د جنورۍ پر ۱۴مه) شوې د هغې جرګې يو مشر او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار علي خان مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس اغېزمن کېږي او يوشمېر کورنۍ پر کډه کولو مجبوره شوې دي.
نور وښیئ