په کوز جنوبي وزیرستان کې له افغانستان سره د انګور اډې ترانزیټي لاره د تجارت لپاره پرانیستل شوې ده.
دا لار له شاوخوا ۱۶ میاشتو راهسې هلته روان پرلت له وجې بنده شوې وه. د انګور اډې د پرلت یو مشر مولانا تسبیح الله مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه په انګور اډه سیمه کې د سیمې د څلورو قبایلو مشرانو په یوې جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.
هغه وویل چې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ چې په سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او د زرګونو خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی. البته نوموړی زیاتوي چې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونو پر ضد به یې احتجاج روان وي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزيرستان د سوداګرۍ خونې يا چېمبر اف کامرس مشرانو څو ورځې مخکې ویلي ول چې له افغانستان سره د تجارت پرمخ د انګور اډې لارې بندېدو له وجې د سيمې د سوداګرو اربونه روپۍ تاوان شوی او زرګونه مزدوران بې روزګاره شوي دي.
سیف الرحمان وزیر د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د بر او کوز جنوبي وزيرستان زياتره سوداګر د پاکستان نورو برخو ته کډه شوي او د سيمې بازارونه شاړ شوي دي.
د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر مياشتې راهيسې احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتل چې له افغانستان سره د تجارت او عامه تګ راتګ لپاره ورته د پاسپورټ او وېزې شرط ختم کړي.
د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کوي. د حکومتي پرېکړې پرضد لومړی په چمن او بیا په انګور اډه کې احتجاجي پرلتونه پیل شول.
د پاکستان او افغانستان په تجارت کې کموالی:
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د پاکستان له لارې په افغان ټرانزېټ سوداګرۍ کې ډېر زيات کمی راغلی دی.
د دواړو هېوادونو د ګډې خونې مشر جنېد اسماعیل د جنورۍ پر ۱۷ مه مشال راډيو ته وويل چې د روان مالي کال په لومړیو پینځه میاشتو کې د افغان ټرانزیټ مالونو په درامداتو کې ۷۹ سلنه کموالی راغلی دی. نوموړی وايي دا ځکه چې پاکستان د افغان سوداګرو پر واردونکو مالونو بنديزونه او ګڼو ېې ټيکسونه لګولي دي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زياته کړه چې د پاکستان وزیر اعظم او د پوځ مشر ورته ډاډ ورکړی دی چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته ورپيښې ستونزې به هواروي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.