د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ د عملياتو په ترڅ کې د کورمې په ځينو سیمو کې کنټرول ترلاسه کړی دی


د پاکستان امنيتي ځواکونه په بګن کې
د پاکستان امنيتي ځواکونه په بګن کې

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه، د عملیاتو پر مهال د کورمې د بګن د ځينو سيمو کنټرول اخیستی دی.

د ضلعې د پوليسو يوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط بېګا مشال رېډیو ته وويل چې په عملیاتو کې پوځ او سرحدي ځواکونو (اېف سی) بګن بازار، ژړینې، سره غوړګۍ او شاوخوا سيمې نيولې دي. البته په دې عملياتو کې تراوسه هېچا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

د کوهاټ ډوېژن کمېشنر سيد معتصم باالله شاه د جنورۍ پر ۱۹مه خبري غونډې ته وویل چې عملیات يې د هغو کسانو پرضد پیل کړي چې په سيمه کې ناامني جوړوي. "دا عملیات د هغو شرخوښو پر ضد دي چې له بده مرغه په ځايي خلکو ورګډ شوي او پناه يې اخيستې ده. دا عملیات نه د کورمې د اوسېدونکو پرضد دي او نه هم يې هغوی ته د تکلیف رسولو لپاره دي. ورانکاري د سولې تړون ته په زیان رسولو زموږ ټولې هڅې ضایع کول غواړي."

خو د سُني وتېزو قبیلې مشرانو د عملیاتو غندنه کړې ده او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی." د وتېزو يو مشر افضل خان اورکزي د جنورۍ پر ۱۹مه، مشال راډیو سر د خبرو پر مهال پوښتنه راپورته کړه چې حکومت ولې په بګن کې عمليات کوي؟ د هغه په وينا که د بګن برید جواز جوړېږي نو بیا خو په مقبلو کې هم حمله شوې وه نو ولې هلته عمليات نه دي شوي؟

چارواکو د دغو پوښتنو ځواب نه دی ورکړی خو د کورمې چارواکو د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډریورانو ته مرګژوبله واوښته. تر دې وروسته، پولیسو او اېف سی ځواکونو کراوايي وکړه او پوځي هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي په برید او د ځواکونو په کاروایي کې د دوو امنیتي سرتېرو او شپږو مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۰ ژوبل شول. ازادو سرچینو په پېښه کې د مشکوکو وسلوالو وژنه نه ده تایید کړې.

د یادونې ده چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې. د هغې موافقې په ۱۴ نکاتو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي خو لا تر اوسه نه لارې پوره خلاصه شولې او نه هم مورچې په بشپړ ډول ړنګې شوې دي. د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG