د لکي مروت ښار تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ۱۶ واړه کارکوونکي په یو فلاینګ کوچ ګاډي کې کار ته روان ول چې په لاره کې وسلوالو له ځان سره ناڅرګند ځای ته ولېږدول او د هغوی ګاډی يې په ځنګله کې سوځولی دی.