د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ضلعې مرکز دي له ټانک څخه لدهې ته منتقل کړي.
د دې ضلعې ځېنو مشرانو د جنورۍ پر۱۹مه مشال رېډيو ته وويل چې ټانک له دوی څخه ډېر لېري دی چې له کبله يې د دفتري کارونو په لړ له یوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي.
د سیمې يو مشر ملک سعيد انور مشال رېډيو ته وويل چې دوی څو ورځې وړاندې د پوځ له مشرانو سره په ملاقات کې دا ستونزه وڅېړله او هغوی د حلولو ډاډ ورکړ.
د سیمې خلک وایي چې لدها له جغرافیوي لحاظه د بر جنوبي وزیرستان خلکو ته نږدې دی، او که حکومتي دفترونه هلته ولېږدول شي، نو د خلکو ستونزې به ډېرې کمې شي. هغوی پر حکومت ټینګار کړی چې د دې غوښتنې عملي کولو لپاره ګړندي اقدامات وکړي، ځکه چې په ټانک کې د حکومتي مرکز موجودیت د قبایلي خلکو لپاره د یوې اوږدمهاله ستونزې بڼه خپله کړې ده.
د بر جنوبي وزیرستان يوه انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته وويل چې دوی د دفترونو له ټانک څخه لدهې ته د لېږدولو لپاره له صوبايي حکومت څخه په رسمي توګه پیسې غوښتې دي.