د پاکستان پوځ وايي چې د خیبر ضلعې په تیرا کې یې د عملیاتو پر مهال پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د جنورۍ په ۱۷مه د عملیاتو پر مهال یې یو وسلوال ژوندی هم نیولی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له وسلوالو څخه یې درنه وسله ترلاسه کړې ده. بیان زیاتوي چې دغه وسلوال په سیمه کې پر امنیتي سرتېرو او عام ولس بریدونو کې ککړ وو.
لا هم خپلواکه سرچینو د دې پخلی نه دی کړی او نه هم کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ویلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ناامني زیاته شوې چې پر ضد یې خلکو په وار وار مظاهرې کړې دي. دوی له حکومته غوښتي چې د امنیت د ځای کولو لپاره د پوځي عملیاتو پر ځای په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.