د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر د هغو زلمیانو پر کورنۍ څه تيريږي چې اروپا ته پر لاره یې کښتۍ په سمندر کې چپه او هغوی لادرکه شول؟


۲۰ کلن اجمل فراز د خیبر د جمرود استوګن وو ـ پخوانی انځور.
۲۰ کلن اجمل فراز د خیبر د جمرود استوګن وو ـ پخوانی انځور.

له افریقایي هېواد موریتانیا څخه هسپانیا ته پر لار ډوبه شوی کښتۍ کې د خیبر ضلعې د جمرود سیمې دوه ځوانان لا هم بې درکه دي.

د جمرود غاړیزه کې د ۲۰ کلن ځوان اجمل فراز او ۳۸ کلن ولي محمد په کورونو او حجرو کې د لاسنیو مراسم روان دي. خلک دعا ته ورځي. د ورکو شویو ځوانانو د کورنیو غړي وایي چې غالب امکان شته چې دا دواړه ځوانان په هغې چپه شوې کشتۍ کې په سمندر کې ډوب شوي وي.

د لادرکه یو ځوان اجمل فراز پلار مشال راډیو ته وویل چې زوی یې په ډوبه شوی کښتۍ کې وو او په ژغورل شویو کې نوم نشته. "زما زوی چې په کومه کښتې کې وو، هغه د جنورۍ پر دویمه له موریتانیا څخه د سپېن (هسپانیا) په لوري روانه شوه. هغه ما ته په ټیلیفون وویل چې کښتۍ ته پورته شوی او حرکت کوي. ما ورته وویل که د کښتۍ حالت ښه نه وي، نو مه ځه. خو هغه خپل ضد وکړ. اوس له ۱۷ ورځو راهیسې د هغه هېڅ درک نشته."

په ډوبه شوې کښتۍ کې د ورک شوي اجمل فراز پلار د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري ته د زوی کیسه کوي
په ډوبه شوې کښتۍ کې د ورک شوي اجمل فراز پلار د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري ته د زوی کیسه کوي

اجمل د ۱۲ ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې وې او له خپل پلار سره یې په دکان کې کار کاوه. ځینو ملګرو او ایجنټانو هغه وهڅاوه چې یورپ ته د ښه ژوند لپاره په قاچاقي لارو لاړ شي. هغه د انساني سمګلرانو په جال کې ولوېد او کورنۍ یې ورته پیسې برابرې کړې.

په هسپانيا کې د متحرکو پولو (واکېنګ بارډرز) په نوم د کډوالو د حقونو ناحکومتي سازمان مشرې هېلېنا ملينو د جنورۍ پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بيان کې ويلي‌ وو چې په هغې کښتۍ کې له ۸۰ زیات کسان سپاره وو. هغې کښتۍ کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۹مه په بیان کې د ژغورل شویو نومونه خپاره کړل. پعه بیان کې ويل شوي وو چې نيږدې هغه ټول کسان د پنجاب صوبې دي.

خان فراز وایي چې زوی یې له موریتانیا څخه په کښتۍ کې روان شوی وو او کښتۍ د مراکش سره نېږدې ډوبه شوې. هغه وویل: "راپورونه وايي چې په کښتۍ کې افریقایي او پاکستاني سپرلیو شخړې کړي او یو بل یې سمندر ته غورځولي دي. ویل کېږي کښتۍ اته ورځې په سمندر کې پرته وه، خو خوراک او څښاک نه وو."

په کښتۍ کې د جمرود یو بل اوسېدونکی، ۳۸ کلن ولي محمد اپریدی هم لادرکه دی. تر پېښې وروسته په ټول جمرود کې خفګان دی.

د جنورۍ پر ۱۹مه د کلي خلک د اجمل فراز د لاسنیوې لپاره د هغوی حجرې ته ورغلي دي.
د جنورۍ پر ۱۹مه د کلي خلک د اجمل فراز د لاسنیوې لپاره د هغوی حجرې ته ورغلي دي.

رسنۍ وايي، هغه کډوال په اروپا کې د پناه غوښتنې لپاره روان ول چې د پېښې ښکار شول. اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویلي دي چې کښتۍ د جنورۍ پر دویمه په سمندر کې خپل سفر پیل کړی وو. رویټرز اژانس د مراکش د چارواکو له خولې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه ورته معلومات رسېدلي ول چې د کډوالو یوه کښتۍ مشکلات لري خو زیاتوي چې معلومه نه ده چې ایا چپه شوې کښتۍ همهغه وه او که بله.

په پاکستان کې د وفاقي څيړنو ادارې ( ایف ای اې) د انساني قاچاق یا سمګلنګ څانګې افسر عرفان خان ویلي چې دوی د جمرود د دواړو کسانو په اړه پلټنې پیل کړې دي او د انساني قاچاق په دې غیر قانوني کړنو کې ککړ سمګلرانو پر ضد به سخته کارروايي وکړي.

د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ډېری کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ لپاره د اوبو له لارې يونان او اېټالیا ته ځي چې وخت په وخت په لاره کې د کښتيو ډوبېدو پېښې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي. د ۲۰۲۳ کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.

XS
SM
MD
LG