د خيبرپښتونخوا حکومت وايي په کورمه کې د ممکنه پوځي عملياتو له کبله د بې کوره کېدونکو خلکو لپاره کېمپونه جوړوي.
د صوبايې حکومت لخوا د جنورۍ پر ۱۷ مه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دا کېمپونه به د ټل او هنګو په سيمو کې لګول جوړيږي.
په اعلاميه کې راغلي دي چې "دا ګام د کورمې د ولس د خونديتوب او ورته د اسانتياوو رسولو په هدف پورته کوي."
حکومت په دې خبرپاڼه کې د دې "ممکنه عملیاتو" د وخت او څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د کورمې یو شمېر سني مشرانو بیا د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
د سنیانو یو ځايي مشر مولانا عصمت الله د جنورۍ پر ۱۸مه په خبري غونډه کې ویلي چې "په بګن کې د مال لیږدونکو ګاډو پر قافلې د شوي برید مذمت کوو او دا کار سنیانو نه دی کړی خو بیا هم راباندې د پوځي اپریشن فیصله شوې ده."
عصمت الله وايي، که حکومت غواړي چې علاقه پاکه کړي نو بیا دې "په ټوله کورمه کې بې توپیره د هغو پرضد عملیات وکړي چې سیمه یې له ناامنۍ سره مخامخ کړې ده."
په ټل او هنګو کې د جوړېدونکو کډوال کېمپونو په اړه د هنګو انتظامي مشر ګوهر زمان وزیر د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د قدرتي افتونو پروخت د انتظام له ادارې او نورو اړوندو ادارو سره یو ځای د عملیاتو پر وخت بې کوره کېدونکو خلکو ته د اسانیو جوړلو تیاري کوي.
د خیبر پښتونخوا پر حکومت څه نیوکې کېږي؟
د خیبر پښتونخوا د قانون صوبايي وزیر افتاب عالم اپريدی وايي حکومت يې د صوبې امنيت ته ژمن دی او د ولس د ژوند او مال خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې یو پلو د صوبې په ګڼو سیمو کې ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتېږي او بل پلو د اپوزېشن ګوندونه د تحریک انصاف پر صوبايي حکومت تور پور کوي چې د دوی په وینا، د عمران خان خوشي کولو لپاره یې صوبه له پامه غورځولې ده.
خو افتاب عالم اپرېدي د جنورۍ په ۱۷ مه له مشال راډيو سره په مرکه کې دا ومنله چې د حکومت لومړيتوب يې د ګوند مشر عمران خان او نور غړي له بنده خوشې کول دي خو د ده په خبره د صوبې امنيت يې هم له پامه نه غورځولی.
نوموړي زياته کړه چې حکومت يې په صوبه او په ځانګړې توګه ناامنه سيمو کې د پوليس ځواک زياتولو او پياوړي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
د تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان او د ګوند نور غړي يې دا وخت په بېلا بېلو مقدمو کې په جيلونو کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر قبایلي سیمو کې د وسله والو بریدونه تر پخوا ډېر زیات شوي او په کورمه کې بیا د فرقه ییزو نښتو له امله د سیمې امن له ګواښ سره مخامخ دی.
د خیبر پښتونخوا په یاده سیمه کې د ممکنه عملیاتو خبره له هغه وروسته کړې چې په کورمه کې د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید وروسته شيعه مشرانو له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ د جنورۍ پر ۱۶مه پر قافلې تر برید څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې ریاست دې پر قافله په بريد کې د ککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي او د ټل او پاړه چينار ترمينځ سړک دې هم د خلکو او د مال لېږدوونکو ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.
نوموړي زياته کړه، که په درو ورځو کې يې غوښتنې و نه منل شوې، نو بيا به خپله تګلاره اعلانوي: "زموږ چې کومې لارې دي، په راراوانو درو ورځو کې دې له هره اړخه تر خوندې کولو وروسته ورته خوراکي توکي او د ضرورت نور شيان وررسول شي، که نه نور موږ یو قام یو او د یو قام له اړخه چې بیا کومه پرېکړه وشوه، ذمه وار به يې تاسو ياست."
حکومت لا د نوموړي د غوښتنې په اړه څه نه دې ويلي.
په بګن کې څه پېښ شول؟
په بګن کې د حملې او د امنیتي ځواکونو د ځوابي کاروایۍ د څرنګوالي په اړه وضعیت په بشپړ ډول روښانه نه دی.
خو د کواټ ډېوېژن یو لوړپوړي انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې پر قافلې په برید کې دوه امنیتي سرتېري ووژل او پینځه ژوبل شول.
دی وايي، په حمله کې دوه ډرېوران هم ووژل شول او وسلوالو څلور ډرېوران له ځانه سره یوړل چې وروسته یې وژلي دي.
د هغه چارواکي په خبره، کله چې وسلوالو حمله وکړه نو د قافلې په امنیت مامورو ملېشه او پولیس سرتېرو او امنیتي ځواکونو یې په شا د تمبولو لپاره غبرګون وښود او ډزې یې وکړې.
دی وايي، په همدې حال کې امنیتي ځواکونو هم له هېلېکاپټرو پر بګن بازار، ټالو کونج او توی غاړه ډزې وکړې او د ډډ کمر له پوستې یې توغندي وویشتل چې پکې شپږ مشکوک وسلوال ووژل شول.
خپلواکو سرچینو لا د ځواکونو په کاروایۍ کې د مشکوکو وسلوالو وژنه نه ده تایید کړې.
پر قافلې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکي وايي چې پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.
د مال لېږدوودنکو ګاډو سوځول او لوټل
چارواکي او ځايي خلک وايي چې برید پر داسې مهال شوی چې د مال لېږدوونکو ۳۵ ګاډو قافله د جنورۍ پر ۱۶مه له ټل ښاره د پاړه چینار پر لوري د حرکت په حال کې وه.
په کورمه کې د پولیسو افسر وايي چې په برید کې ټول ۱۵ ګاډي سوځېدلي او لوټل شوي دي. دی وايي چې پولیسو یو بل ګاډی هم موندلی دی چې لوټل شوی خو روغ پاتې وو.
چارواکی وايي چې په هغو ګاډو کې یوازې ډرېوران او کلینران سپاره ول.
د پاړه چينار يو ځايي مشر ارشاد حسین بنګښ د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وويل چې په سامانونو بار ۳۵ ګاډي له ټله د پاړه چینار پر لوري ولېږدول شول چې ورڅخه یې دوه په لاره کې خراب شول او ولاړ پاتې شول.
دی وايي، ۱۷ ګاډي له سیمې څخه ټل ته ستانه شوي خو ټول په لاره کې لوټل شوي ول.
د ده په خبره، ۲۰ ډرېوران او کلینران هم ټل ته رسېدلي خو یوشمېر نور ورک دي او تر اوسه یې د ځای ځایګي پته نه ده لګېدلې.
په کورمه کې وضعیت
په کورمه کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.
د هغې موافقې په ۱۴ نکاتو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي.
په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.
د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.