د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

طالبان: پاکستان دې د سرحدي بازارونو پر ځای له افغان سودګرو سره راکړه ورکړه ښه کړي


د طالبانو حکومت د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي بازارونو د جوړولو وړاندیز رد کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دې هیواد له لوري ایران او افغانستان سره د سرحدي بازارونو د جوړولو وړاندیز شوی و چې افغانستان دغه وړاندیز رد کړی دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې ورستیو کې د ډیپلوماټيکو اړیکو له ټرینګلتیا ورسته، د طالبانو حکومت د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدي بازارونو د جوړولو په تړاو د خپل دې ګاونډي وړاندیز رد کړی دی.

د پاکستان «د نیشن» خبري اژانس نن د جنوري په ۱۵مه نیټه د دې هیواد د مشرانو جرګې په حواله راپور ورکړی چې له افغانستان او ایران سره په سرحدي سیمو کې د بازارونو جوړولو وړاندېز د پاکستان د سوداګرۍ وزارت لخوا شوی و.

پاکستان د دې پرځای چې سرحدي بازارونه جوړ کړي، ښه ده چې له افغانستان سره په اوسنۍ سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې ښه کړي د دې خونې اجرائیوي
طالبان

راپور کې راغلي چې د دې وړاندیز موخه په لږو پرمختللو سیمو کې د سیمه ایزو سوداګریزو اسانتیاوو پراختیا ده.

راپور کې د پاکستان او ایران تر منځ د سرحدي بازارونو د ودانیو د جوړولو هم ویل شوي خو زیاته شوې چې لا نه دي فعاله شوي.

خو په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي چې د طالبانو حکومت ولې د سرحدي بازارونو د جوړولو وړاندیز رد کړی دی.

د لامل په اړه یې مونږ د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وپوښت خو د راپور تر خپرېدو یې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نکړې.

افغان او پاکستاني سوداګر

یو شمیر افغان او پاکستاني سوداګر وايي، د دې دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدي بازارونو جوړول د سوداګرۍ د پراختیا لامل کیږي او سوداګرو ته هم ګټه رسوي.

افغان سوداګرو، حمید ګل ازادي راډيو ته وویل،"هر ځای کې چې بازار جوړیږي په ځانګړې توګه بیا د پاکستان او افغانستان په څیر د دوو هیوادونو تر منځ، دواړو هیوادونو ته ګټور ثابتیدلای شي او زموږ ټولو سوداګرو په ګټه به وي".

هرچیرته چې بازار جوړیږي د افغانستان په ځانګړې توګه د سوداګرو په ګټه دی.
افغان سوداګر حمیدګل

په پاکستان کې یو سوداګر، روح الله هم ورته غوښتنه لري، "که دا کار وشي نو دې که به د سوداګرو او تر هغې زیات د عامه خلکو ډیره ګټه وي، ځکه چې دوی به د دواړو هیوادونو توکو ته په پوله کې په اسانه لاسرسی ولري، دا ډیره ښه خبره ده او موږ غواړو چې دا جوړ شي".

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه بیا وايي، د سرحدي بازارونو د جوړولو پر ځای اړینه ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر وړاندې پرتو د مهمو ستونزو حل ته پاملرنه وشي.

طالبانو ولې د پاکستان غوښتنه رد کړه؟

مشر نقیب الله صافي ازادي راډيو ته وویل، "د افغانستان او پاکستان تر منځ له څه مودې راهیسې ترانزیتي او سوداګریزې اړیکې ډیر بد او حساس حالت ته رسیدلي نو په دې حالت کې زه اړین نه بولم چې په مرزي بازارونو دې د کار پر ځای پر هغو ستونزو کار وشي چې د دواړو هیوادونو تر منځ یې د سوداګرۍ کچه راټيټه کړې ده".

د پاکستان حکومت په داسې حال کې دا وړاندیز کوي چې تر دې مخکې یې د افغان سوداګرو د کار او بار په وړاندې ګڼ شمیر خنډونه رامنځته کړي و.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیټي لارې د پاکستان حکومت له‌خوا د ویزو او پاسپورټونو او نورو اړینو سندونو د نه لرلو له امله څو ځلې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وې، چې د سوداګرو په خبره په پایله کې یې د دواړو خواو سوداګرو ته سلګونه زره امریکايي ډالر زیان اوښتی وو.

دغه شان د پاکستان د حکومت له خوا د افغانستان په سوداګریزو توکو د تعارفو لوړول بله هغه ستونزه ده چې وخت په وخت یې افغان سوداګرو په اړه شکایت کړی او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري یې زیانمنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلوي د غړي خان جان الکوزي د تازه معلوماتو له مخې، د پاکستان له لارې د افغان سوداګریزو توکو ترانزیت شا او خوا اتیا سلنه راکم شوی دی.

مخکې بیا نوموړي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د د دواړو هیوادونو ترممنځ سوداګري او ټرانزیټ د سیاسي مسایلو له کبله ۶۰سلنه کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG