د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د م.م. راپورورکوونکي د افغان کډوالو د حقونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي چې په نړیوالو خبرو اترو او پریکړو کې باید د افغان کډوالو غږونه واورېدل شي.

د پاکستان او ایران د حکومتونو له لوري پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتېدو او له دغو هېوادونو د دوی اېستلو ته په پام د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په نړیواله کچه د افغان کډوالو د حقونو د پیاوړتیا او ښه کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ریچارډ بینټ پرون (چهارشنبه) په اېکسپاڼې کې د « شهمامه» په نامه د یوه بنسټ له لوري په جوړ شوي بحث کې ویلي چې په نړیوالو خبرو اترو او پریکړو کې باید د افغان کډوالو غږونه واورېدل شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دغه شان ویلي چې په تېرو څلورو لسیزو کې جګړه او تاوتریخوالی د کډالۍ اصلي لامل و او د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

«د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو بیا واکمنېدل په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته ته د ډیری افغان کډوالو د تللو لامل شول، دوی د طالبانو د هغو سیاستونو له کبله چې بشري حقونه یې محدود کړي، او ژوند یې د یوې ډلې په ځانګړي ډول ښځو او نجونو او په دغه شان لږه کیو لپاره سخت کړی دی تللي دي.»

نوموړي له افغان کډوالو سره خپلو خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي چې په کوربه هېوادونو کې افغان کډوال له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي او په ورته وخت یې د اوږد مهالي لپاره یې د کډوالو د ستونزو پرحل هم ټینګار کړی دی.

په ایران او پاکستان کې مېشت ځینې افغان کډوال بیا وايي چې په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په ایران کې مېشتې افغان کډوالې مریم عزیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« میړه مې پوځي و او د طالبانو د ګواښونو له امله اړ شوو چې افغانستان پریږدو او ایران ته وتښتو، ډېر په مشکل ایران ته راغلو، اوس دلته هم ټول کډوال له ډېرو ننګونو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.»

په پاکستان کې مېشتې افغان کډوالې شیذر صمیم د ورته اندیښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

«ډیری افغانانو د خپل سر د خوندیتوب لپاره پاکستان ته پناه راوړې ده چې اوس یې دلته وضعیت ډېر خراب دی، بېرته افغانستان ته هم نه شي تلای ځکه ژوند ته یې جدي ګواښ موجود دی په ټوله کې حالت خورا ترینګلی دی.»

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ دا هم ویلي چې د افغان کډوالو بار او مسولیت یوازې باید په ګاونډیو هېوادونو نه بلکې تر ډېره باید په هغو هېوادونو وي چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په جګړو کې ښکیل وو، په خبره یې لکه د ناټو غړي او متحدان یې.

د یادونې ده چې افغان کډوال یوازې په پاکستان، ایران او ترکیه کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ نه دي بلکې د متحده عربي امارتو او قطر په کمپونو کې هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي چې پر ډول ډول جسمي او رواني ناروغیو د اخته کېدو په اړه یې راپورونه هم خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG