د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۱۵مه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د درنو واورو، بارانونو او طوفانونو په ګډون، د هوا سختو حالاتو په افغانستان کې په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي.
اوچا زیاته کړې چې د سړې هوا له امله د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې ۲ کسان او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې ۳ کسان مړه شوي.
د راپور په دوام کې راغلي چې په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو ورېدو له امله د استوګنې کورونه زیانمن شوي او د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې هم رامنځته شوې چې پکې پنځه کسان مړه شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په سړیدو سره د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.
د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي، محمد علي، ازادي راډیو ته وویل: "دوه غریب کاره کسان او شپږ خره د سړې هوا له امله مړه شول. په خرو یې سودا راوړله او غریبي یې کوله. دلته هغه کسان چې څاروي لري د سړې هوا له امله نه شي کولای چې څرولو ته یې بوځي. موږ خلک سون توکي هم نلرو."
د بغلان ولایت اوسېدونکی، نور الله، بیا ازادي راډیو ته وویل: "باور وکړئ چې درې ځله مې له بامه واوره پاکه کړه. له پنځو کلونو کم عمره درې ماشومان لرم، ټول یې ناروغان دي. هغوی ته د درملو د اخیستو توان نلرم. د شپې هوا ډېره سړېږي، د سون توکي، لرګي او سکاره نلرو، ډېره ګراني ده."
بل خوا، په نورستان کې د طالبانو حکومت د والي ویاند، فریدون صمیم، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نورستان یو غرنی ولایت دی او هر کال د واورې، بارانونو، سیلابونو او غره ښوویدنې له امله اغیزمن کېږي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسیږي. له تیر کال راهیسې د کامدیش ولسوالۍ په ګډون د دې ولایت ډېری ولسوالۍ کې طبیعي پیښې رامنځته شوي."
تر دې مخکې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون په ۱۹مه نېټه په خپل راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې لږ تر لږه په ۱۸ ولایتونو کې له ۳۲۵ زرو څخه زیات کسان د وروستۍ سړې څپې له امله اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ ملګري ملتونه او بشرپاله همکاران یې د دغو شرایطو له امله د زیانمن شویو کورنیو ځانګړي اړتیاوې ارزوي او د دوی اصلي لومړیتوب په اغېزمنو سیمو کې کورنیو ته د اړینو مرستو رسول دي.
دغه اداره مخکې ویلي وو چې په روان زیږدیز کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي چې د دې هېواد د نفوس نږدې نیمايي برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.