د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

پاملرنه: پر افغان ښځو د بندیزونو له کبله نړیوالو موسسو خپلې ستراتیژۍ بدلې کړي


د پاملرنې نړيوال سازمان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د پاملرنې نړیوال ې موسسې وایي چې طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره " له دښمنۍ، ګواښونو او تاوتریخوالي ډکه فضا" رامنځته کړې ده.


دې سازمان پرون د چهارشنبې په ورځ «د جنورۍ ۱۵مه» په یوه راپور کې، چې پر خپلې ویب‌پاڼې کې یې خپور کړی، ویلي چې د ٢٠٢١ کال د اګست له ۱۵ مخکې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي وو، په پرېکړو کې د ښځو ونډه زیاته شوې وه و او د ښځو تر مشرۍ لاندې ټولنې رامنځته شوې وې. خو د دې سازمان په خبره، د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره ياد وضعیت زښت بدل شوی دی.


راپور ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت د بدلېدو له کبله، نړیوالو سازمانونو هم خپلې ستراتیژۍ بدلې کړي او له عام ملاتړ څخه د ټولنې په کچه ابتکاراتو ته يې مخه کړې ده، ترڅو د ښځو او نجونو اړتیاوې په خوندي ډول پوره او د دوی امنیت تضمین کړي.


د پاملرنې موسسه زیاتوي چې دا ستراتیژیک بدلون د دې لپاره شوی چې د ښځو غږ پیاوړی شي او د هغوی لپاره سرچینې برابرې شي.


په همدې حال کې، یو شمېر ښځې په افغانستان کې وایي چې د راتلونکي لپاره یې ټولې هیلې له لاسه ورکړي او په یوې داسې فضا کې ژوند کوي چې له وېرې او تاوتریخوالي ډکه ده. دا ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی د حقونو د اعادې لپاره عملي ګامونه واخلي.


شفیقه چې د پروان ولایت اوسیدونکې ده او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ښوونځی راګرځول شوې، وایي چې له طالبانو د وېرې له امله ورته رواني ناروغي پیدا شوې:

"په افغانستان کې د وېرې فضا حاکمه ده، موږ هره لحظه وېرېږو چې طالب موږ یا د کورنۍ غړي ونه نیسي. په ښار او بازار کې په ارامه ګرځېدای نه شو، ماته رواني تکلیف پیدا شوی دی."


د کابل دوو اوسیدونکو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي او له تېرو دوو کلونو راهیسې پوهنتون ته نه دي پرېښودل شوي، ازادي راډيو ته وویل:

"موږ نور د راتلونکي لپاره هیڅ امید نه لرو، دا چې څوک به زموږ ملاتړ وکړي او زموږ په ژوند کې به بدلون راشي، ډېر هیله‌من نه یو، شاید یوه ورځ نړۍ هم د طالبانو ملاتړ وکړي او هغوی ومني."


"په ټولو هېوادونو کې په اساسي قانون کې راغلي چې هر انسان باید په ازاد ډول ژوند وکړي. په افغانستان کې ښځې او نجونې ازادي نه لري، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او په دې اړه عملي ګامونه واخلي."

د پاملرنې نړیوالې موسسې دغه شان ویلي چې په افغانستان کې اوسنيو حاکمانو د ښځو د پوهاوي د لوړولو، ظرفیت جوړونې او عدالت غوښتنې فعالیتونه هم منع کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي، پوهنتونونه او ان طبي انسټیټیوټونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي.


دغه راز ښځې په ډېریو دولتي او نادولتي ادارو او مؤسسو کې له کار کولو څخه منع شوي او د دوی د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو هم پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG