تېر کال څه باندې ۲۳۹ زره کډوال اروپا ته په ناقانونه یا قاچاقي لارو راغلي چې ډيره برخه یې افغانان، سوریایان او د افریقایي هېوادونو اتباع دي.
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې د ناوړه سیاسي، اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلون له کبله ناقانونه کډوالۍ ته زړه ښه کوي.
د هلمند د کجکي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د پوهنتون سند لري، خو د دې لپاره کډوالۍ ته مجبور شوی چې هیڅوک ورته ادارو کې دنده نه ورکوي.
"افغانستان کې چې یو حکومت راځي، بیا د بل حکومت کسان نه پرېږدي. یو حکومت که راځي، ملایان ځان سره دروي او بل بیا تحصیلکړي ځوانان. نو همدا لامل دی چې ځوانان بیکاره کېږي او تښتي. زه اوس بیکاره یم، لومړی غواړم چې له افغانستانه وتښتم، ځکه د کور خرچه نه شم برابرولی. که دلته راته کار وبار پیدا شي، بیا نه غواړم چې ولاړ شم."
که څه هم معلومه نه ده چې تېر ۲۰۲۴ کال کې څومره افغانان په ناقانونه لارو له هېواده وتلي او اروپا ته راغلي دي، خو د اروپایي ټولنې د سرحدونو اداره (Frontex) وایي، تېر کال دغې ټولنې ته د ناقانونه کډوالو په شمېر کې ۳۸ فیصده کموالی راغلی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغې ادارې پرون (سه شنبه) په بروکسل کې وویل چې ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۲۳۹۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه لارو اروپا ته راغلي دي. د دوی د معلوماتو له مخې، دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یا په تېرو دریو کلونو کې لومړی ځل دی چې له قاچاقي لارو اروپا ته د تلونکو کسانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.
په دغو کډوالو کې چې په ناقانونه لارو اروپا ته راغلي، د افغانستان، سوریې او د مصر په ګډون د یو شمېر افریقایي هېوادونو اتباع شامل دي. د اروپایي ټولنې د سرحدونو اداره وایي، د قاچاق وړونکو په وړاندې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د مبارزې له کبله، له ناقانونه لارو د کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی دی.
دوی وایي، غړو او همکارو هېوادونو چې په سر کې یې ترکیه، یونان، بلغاریا او د ختیځې اروپا یو شمېر نور هېوادونه شامل دي، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي کې رول لوبولی، خو د دوی په وینا، تېر کال بیا د روسیې او بلاروس له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالو په کچه کې ۱۹۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي، چې لویه برخه یې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي. د دغو افغانانو له ډلې یو شمېر یې په ناقانونه لارو اروپا ته هم رسېدلي دي.
دا چې له افغانستانه د ځوانانو د تېښتې لامل څه دی، په بریتانیا کې مېشت د کډوالو فعال ګل ولي پسرلی یې په اړه وایي:
"دا بدبختۍ له پخوا روانې دي، خو اوس زیاتې شوې دي. مونږ مستقل دولت نه لرو، یا د طالبانو دولت څوک په رسمیت نه پېژني، هغوی (ځوانان) هلته خپله اینده نه ګوري، خصوصاً خویندې که وغواړي چې تحصیل او تعلیم وکړي. کاشکې زموږ په وطن کې امن، سوله او داسې سیستم وای چې خلک له ناقانونه لارو کډوالۍ ته نه مجبورېدل."
اروپایي ټولنې که له یوه لوري د ناقانونه کډوالو په وړاندې لارې سختې کړي، نو بل لوري ته په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کډوالو مخنیوی د ټاکنیزو منډو ترړو شعار ګرځېدلی دی. تر دې وړاندې فرانسه کې د کډوالۍ ضد ښي اړخي ګوندونه واک ته رسېدلي او اوس جرمني کې هم چې راتلونکې میاشت په کې ټاکنې کېږي، د کډوالو مخنیوی د نوماندانو له مهمو ژمنو څخه دي.